کور / تازه خبرونه / په شفاف ډول د وړتیا له مخې د کارکوونکو د جذب لړۍ پیل شوه

په شفاف ډول د وړتیا له مخې د کارکوونکو د جذب لړۍ پیل شوه

د میدان وردګو والي وایي په دغه ولایت کې به له دې وروسته هیڅوک د قومي،ژبني، مذهبي او نورو اړېکو په ترڅ کې پر دندو ونه ګمارل شي او په دغه ولایت کې له اوس څخه په شفاف ډول د وړتیا له مخې د کارکوونکو د جذب لړۍ پیل شوه .
ښاغلي حیات الله حیات هغه لسګونو کسانو سره د لیدنې پر مهال دغه څرګندونې وکړې،چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو بستونو لپاره ازموینه ورکوله، له نوموړی سره د دغه لیدنې په ترڅ کې د ولسي جرګې غړی مجید خان وردګ،د ولایتي شورا رئیس او غړي او د یونما ادارې استازې او یو شمېر نور هم برخه درلوده.
د میدان وردګو والي وویل د ازموینې ټول ګډونوال که د پایلو وروسته کومه نیوکه ولري کولای شي،چې د ازموینې د پایلو وروسته تر درې ورځو پورې خپل شکایتونه د دغه ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون سره شریک کړي .
نوموړی خوښي وښوده،چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت اوسیدونکي لیوالتیا لري،تر څو د حکومت په چوکاټ کې په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کړي او هر کله یې چې کوم بست اعلان کړی، لسګونو کسانو ورته د ازموینې ورکولو په موخه فورمې اخیستي دي