کور / تازه خبرونه / په بنو کې پر امنيتي پوسته بريد شوى

په بنو کې پر امنيتي پوسته بريد شوى

پېښور: دبي بي سي دخبر له مخې خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کې وسله والو کسانو د تلاشۍ پر امنيتي پوسته بريد کړی چې دوه ساتونکي په کې وژل شوي دي.چارواکي وايي دغه پېښه د خادم حسين پر پوسته وشوه، دوی وايي په دې بريد کې دری وسله وال هم وژل شوي دي.دوی وايي بريد کوونکي په موټر کې سپاره وو.ځايي سرچينې وايي وسله والو پر امنيتي پوسته بريد کړی چې له کبله يې دوه سرتېري او د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې دری وسله وال وژل شوي.چارواکي وايي له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.وړاندې هم په بنو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې وې، بنو له شمالي وزيرستان سره نژدې پرته سيمه ده