کور / تازه خبرونه / طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل مشر ټاکلی’

طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل مشر ټاکلی’

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې .د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د ملا محمد عمر د مړينې د خبر له کبله او د افغان طالبانو د مشرتابه په غوښتنه د سولې خبرو دوهمه غونډه وځنډول شوه.پتېيل شوې وه چې دغه غونډه به د جولای پر ۳۱ نېټه په پاکستان کې وشي.په خبرپاڼه کې راغلي “پاکستان او نور ملګري هېوادونه هيله لري چې د دايمې سولې لپاره به د طالبانومشرتابه د سولې په راتلونکو خبرو کې ګډون وکړي د دوهم پړاو خبرو په اړه طالبانو منلې وه چې شپږ کسيز پلاوي يې د چهار شبنې پر ورځ اسلام اباد ته رسېدلی .وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي وو چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۲۰۱۳ کال اپرېل کې په پاکستان کې مړ شوی و.د افغانستان د ملي امنيت ادارې هم د ملا محمد عمر مرګ تاييد کړی او وايي د ورپېښې ناروغۍ له امله د پاکستان په يوه روغتون کې مړ شوی دی. له بله خوا د طالبانو یوې باوري سرچینې ومنله چې ملا اختر محمد منصور یې خپل مشر ټاکلی ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمرمرستیال و.نوموړي ته به لکه د ملا محمد عمر په څېر د ‘امیرالمؤمنین’ خطاب نه کېږي یوازې مشر به وي.د طالبانو د پېښور شورا یوه مخکښ غړي د نامه نه ښودلو په شرط ومنله، چې د ملا عبدالقیوم ذاکر، ملا حبیب الله او طیب آغا په څېر طالب مشران له دغې ټاکنې سره جوړ نه دي او له غونډې یې وتلي دي.سراج الدین حقاني د ملا اختر محمد منصور مرستیال ټاکل شوی دی