کور / تازه خبرونه / کونړ: سیلاب ځپلو کورنیو د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

کونړ: سیلاب ځپلو کورنیو د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

دکونړ والي وحیدالله کلیمزي قومي مشرانوته ډاډ ورکړ چې ډېرژربه دغه ولسوالۍ ته دسروې ټیمونه واستوي او هرهغه څه چې د ولایتي ادارې په لاس کې وي ونه سپموي او یادې ولسوالۍ دخلکوستونزې به دمرکزي حکومت اونړیوالې ټولنې له استازوسره شریکې کړي ښاغلي کلیمزي په مرستندویه ادارو هم غږ وکړ چې په کونړ کې دسیلاب ځپلو کورنیو سره په خپل وخت مرستې ترسره کړي څو د دغه بشري ناورین مخه ونیول شي .

دیادونې وړه ده چې دتیرو سیلابونو او د کونړسیند داوبو ډیروالي له امله د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ګڼ شمېر خلکوته مالي زیانونه اوښتي دي.