کور / تازه خبرونه / فوټبال ۱۴ کلنې لوبډلې دمرکزي زون په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ

فوټبال ۱۴ کلنې لوبډلې دمرکزي زون په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ

د میدان وردګو ولایت د فوټبال ۱۴ کلنې لوبډلې د مرکزي زون په پیل شویو سیالیو کې لوګر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو لومړی مقام خپل کړ.
د تېرې شنبې په ورځ په میدان وردګو ولایت کې د خوست،لوګر،پکتیا، پکتیکا، غزني او میدان وردګو ولایتونو د فوټبال د ۱۲ او ۱۴ کلنو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو په ترڅ کې د میدان وردګو ۱۴ کلنې لوبډلې لومړی او ۱۲ کلنې لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ چې د میدان وردګو ولایت بدنی روزنې امریت له لورې برابرې شوې،د میدان وردګو ۱۴ کلنې لوبډلې د اوو نمرو په ترلاسه کولو لومړی او لوګر ولایت لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
همدا راز د دغه ولایت ۱۲ کلنې لوبدلې بیا په پای لوبه کې د لوګر لوبډلې څخه ماتې وخوړه او د یادو سیالیو دویم مقام یې خپل کړ .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د دغه ولایت د فوټبال لوبډلو د ښې لوبې ترسره کولو له امله د فوټبال لوبې ټولو لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دوی ستاینه وکړه او د بدني روزنې د ښو هلو ځلو څخه یې مننه وکړه.
د دغه سیالیو په پای کې لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه،مډالونه،انعامونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول