کور / تازه خبرونه / روزګان: ۷۰ پوليس د طالبانو تر محاصرې لاندي دي

روزګان: ۷۰ پوليس د طالبانو تر محاصرې لاندي دي

په روزګان کي اويا تنه پوليس د طالبانو تر سختي محاصرې لاندي دي
د روزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ په سلطان محمد ناوه کي هغه اويا تنه سيمه ايز پوليس د مرګ پر پوله دي چي د څو ورځو را په دې خوا پرې درنه جګړه پيل سوې ده.
د روزګان ولايت د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې ، چي په سلطان محمد ناوه کي د ملا عبدالصمد د سيمه ايزو پوليسو قومندان او د هغه سرتېري شاوخوا اويا تنه سيمه ايزو پوليس په يوه کلا کي تر کلکي محاصري لاندي دي او که چېري نن د ورځي تر پايه هوايې ځواکونه ور نسي نو دا سرتېري به يا خو وسله والو طالبانو ته تسليم او يا خو ووژل سي.
د ناياب د مالوماتو پر اساس چې د ځمکي له لاري دغه سرتېرو ته رسيدګي نسي کيداى ځکه چې شاوخوا ٣٥ کيلومتره د خاص اروزګان ولسوالۍ د مرکز څخه ليري دي او همدا ډول په لاره کې د وسله والو مخالفينو شتون هم هغوى ته د اکمالاتو د کولو مخه نيولي ده.
ناياب د مرکزي حکومت او په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو او نورو ځواکونو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره اقدام وکړي او اويا تنه له سم دستي له مرګه وژغوري.
نوموړي دا هم وويل چې په سلطان محمد ناوه کې ټول اتيا تنه سيمه ايز پوليس وه چې څلور تنه يې وژل سوي او شپږ تنه نور يې ټپيان سوي دي.
هغه وايې چې اوس مهال ټول شاوخوا اويا تنه په يو کلا کې محاصره دي او دفاعي حالت کې قرار لري.
ناياب په دي درنه جګړه کې د ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلي خبره وکړه او وايې چې لا هم درنه جګړه روانه ده.
تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دي اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.