کور / تازه خبرونه / د برېښنا لاینونو د غځولو په موخه د پایو درولو چارې پیلېږي

د برېښنا لاینونو د غځولو په موخه د پایو درولو چارې پیلېږي

د KEC په نوم یوه هندي کمپنۍ د کابل ـ غزني پر لویه لاره د تاجکستان برېښنا د مزو غځولو چارې پر غاړه لري،چې د تړون له مخې باید د راتلوونکو دوو کلونو په ترڅ کې یې کارونه بشپړ شي.
د دغه چارو په ترسره کېدو سره به میدان وردګو ولایت ته ۱۶ میګاواټه برېښنا ورکړل شي،چې له امله به یې ۱۶ زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي .
د یادې برېښنا په راتګ سره به د میدان وردګو ولایت د برېښنا ظرفیت له ۶ میګاواټه څخه ۲۲ میګاواټه ته هم لوړ شي ،چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د برېښنا په برخه کې شته ستونزه تر ډېره حل شي.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د یادې پروژې هندي مسؤل سره د لیدنې په ترڅ کې چې نن ( شنبه) د دغه ولایت په مقام کې ترسره شوه،دوی ته د کارونو د ګړندي توب لارښوونه وکړه.
ده همدا راز وویل : د برېښنا لاینونو د غځولو په موخه کومې پایې چې درول کیږي باید د سړک څخه ۵۰ متره فاصله کې ودرول شي،ترڅو په راتلوونکې کې د کابل ـ غزني لویې لارې سړک د دوه طرفه کېدو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
د میدان وردګو والي د یادې پروژې مسؤل ته ډاډ ورکړ،چې په دغه ولایت کې د کار پر مهال به یې هر ډول ستونزې ته د حل لارې چارې ولټوي .
د یادې پروژې هندي مسؤل ماینک وویل دوی شاوخوا سل کیلو متره په اندازه کې د میدان وردګو اړوند سیمه کې د برېښنا لاینونو د غځولو په موخه شاوخوا ۶ سوه پایې دروي.
هغه زیاته کړه، د یادو پایو د سروې او نورې لومړنۍ چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به د یوې پرانستې په ترڅ کې د برېښنا مزو د غځولو په موخه د پایو درولو لړۍ په رسمي ډول پيل کړي .