کور / تازه خبرونه / د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون رئيس نن غرمه مهال کندهار ته د سفر پر مهال له مرستيال والي سره وکتل

د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون رئيس نن غرمه مهال کندهار ته د سفر پر مهال له مرستيال والي سره وکتل

د ولسمشر محمد اشرف غني په سپارښتنه د راتلونکو ټاکنو د شفافيت، ننګونو او ستونزو په اړه ځانګړی کمېسيون جوړ سو. د دې کمېسيون رئيس څېړنوال شاه سلطان عاکفي نن غرمه د ولايت مقام له مرستيال عبدالعلي شمسي سره وکتل.
د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون رئيس څېړنوال شاه سلطان عاکفي وويل چي د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د راتلونکو ټاکنو د شفافيت، ننګونو او ستونزو د حل په موخه ځانګړی کمېسيون رامنځته سو چي د هيواد ټولو زونونو ته به سفرونه کوي، د خلکو نظرونه او وړانديزونه به راغونډوي او د انتخاباتي قوانينو په اصلاح کي به د خلکو له نظرونو او پېشنهاداتو څخه کار اخلي.
ښاغلي عاکفي زياته کړه يوه اوونۍ کيږي چي کمېسيون پخپل کار پيل کړی او دا دی په اوايلو کي يې لرغوني کندهار ته سفر وکړ او غواړي د دغه ولايت د منورينو، ځوانانو، مشرانو، مېرمنو، مدني فعالانو او ژورناليسټانو نظرونه واوري، تر څو د راتلونکو ټاکنو د قوانينو او اصولو په اصلاح کي ورڅخه استفاده وکړي. نوموړي زياته کړه باور لري چي په دغه درې ورځني سفر کي د کندهار له اوسېدونکو څخه ښه او پر ځای وړانديزونه او نظريات واوري.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د ياد کمېسيون له رئيس څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر کړی. نوموړي وويل په تېرو ټاکنو کي د يو لړ ستونزو له امله د خلکو او حکومت تر منځ بې باوري رامنځته سوه، خو دا چي ټاکني يوه ملي پروسه ده، ځکه بايد خلک په کامله توګه پکي ګډون وکړي او وخت پر وخت د خلکو نظريات واورېدل سي، تر څو د انتخاباتو په پروسه کي بشپړ شفافيت رامنځته سي.
ښاغلي شمسي د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون جوړېدل په ټاکنو کي د شفافيت د رامنځته کولو لپاره یوه اغېزناکه هڅه وبلله او هيله يې وښوده چي د خلکو نظريات او وړانديزونه د ټاکنيزو قوانينو په اصلاح کي عملي بڼه خپله کړي. د ولايت مقام مرستيال د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه چي سبا به د پوهنتون استادان، مېرمني، قومي متنفذين، مدني او سياسي فعالان ورته راغونډ کړي.