کور / تازه خبرونه / قومي مشران: ناقونانونه وسله والو اندېښمن کړي يو

قومي مشران: ناقونانونه وسله والو اندېښمن کړي يو

د میدان وردګو ولایت یو شمېر قومي او مخورو مشرانو د دغه ولایت والي سره نن ( دوشبنه) د لیدنې په ترڅ کې په بېلابېلو سیمو کې د غېرې مسؤله وسله والو ډلو له زیاتېدو څخه اندېښنې څرګندې کړې .
قومي مشر غلام محمد وویل په دې وروستیو کې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له لورې د دغه ولایت په بهسودینو ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې غېرې مسؤله وسله والې ډلې زیاتې شوي دي .
دوی زیاته کړه،د دغه اوه سوه کسیزې وسله والې ډلې مشري د علي پور په نوم یو تن کوي،چې څو ورځې وړاندې د حصه اول بهسودو ولسوالۍ د قوماندانۍ یو کارکوونکی هم وهلی او ټکولی دی .
د میدان وردګو سولې ولایتي کمیتې مشر مصطفی وردګ وویل د غېرې مسؤلو وسله والو کسانو زیاتېدل او د دوی شتون د قانون خلاف عمل دی او دغه کار د سولې پروسې د پرمختګ پر وړاندې ستونزې پیدا کوي .
مشرانو د میدان وردګو والي څخه غوښتنه وکړه،چې دغه ستونزې ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل هیڅ لوړ پوړی او نور چارواکې حق نلري،چې په غېرې قانوني ډول په دغه ولایت کې وسله وال کسان پر دندو وګماري .
نوموړی زیاته کړه،یاده ستونزه به په رسمي ډول د امنیت شورا او نورو نظامي ادارو سره د حل په موخه شریکه کړي