کور / تازه خبرونه / د پاکستان په وړاندې د دفاع وزارت د وروستي دريځ ملاتړ کوو

د پاکستان په وړاندې د دفاع وزارت د وروستي دريځ ملاتړ کوو

مسؤلينو د پاکستان له لوري پر جلال اباد او کنړ ولايتونو وروستي توغنديز بريدونه وغندل او له افغان دولت يې وغوښتل چې د پاکستان د هر تېز چلند په وړاندې دې ځواب ورکړي.
د دفاع سرپرست وزير په خپلو وروستيو څرګندونو کې د پاکستان د هر بريد په وړاندې د ځوابي بريد د
د چمتووالي خبر ورکړ.
هلمند مدني ټولنې پر افغان خاوره د پاکستان له لوري توغنديز بريدونو په غندلو او د دفاع وزير د وروستيو څرګندونو په ملاتړ خبري غونډه وربللې وه.
د يادې ټولنې مشر سردار محمد همدرد رسنيو سره په خبرو کې وويل، د پاکستان له لوري پر افغان خاوري توغنديز بريدونه ورته له زغمه وتلي دي، نوموړي له دولت او مدني ټولنو وغوښتل چې د پاکستان د هر توند چلند په وړاندې دې ودريږي او د دوی د هر بريد ځواب دې ورکړي.
همدرد د وويل، د پاکستان په وړاندې د دفاع وزير د وروستيو څرګندونو ولس هېله من کړی دی او کلک ملاتړ به يې وکړي.
هلمند مدني ټولنې د قومونو د شورا مشر عبيدالله زيارمل په ټول ولس غږ وکړ چې د پاکستان د بريدونو په وړاندې دې د خپل دولت تر شا ودريږي.
نوموړي د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مړينه چې ويل کيږي پاکستان کې مړ شوی دی، د پاکستان د استخباراتو لوبه وبلله او له مرکزي حکومت يې وغوښتل چې نور دې د پاکستان د هر چلند په وړاندې ورته چلند وکړي.
د هلمند مدني ټولنې د بهرنيو اړيکو د کميسون مشر آغا محمد قريشي وويل، پاکستان له افغان حکومت سره مخامخ يو ډول چلند کوي، خو په پټه د افغان وژنې لوی پروژې پلي کوي، چې له ډلې يې د کرښې له ا غاړې پر افغان خاوره توغنديز بريدونه دي.
نوموړی وايي پاکستان غواړي له دې لارې افغانان ژوبل کړي.
قريشي وويل، هلمند مدني فعالان د دفاع وزارت د وروستيو څرګندونو کلک ملاتړ کوي او ټينګار کوي چې د پاکستان د هر بريد ځواب دې ورکړي.
هلمند مدني ټولنې دا خبري ناسته داسې مهال جوړوي چې څه موده وړاندې د پاکستان له لوري د افغانستان په ختيځ ولايت کنړ پرلپسې توغنديز بريدونه وشول، چې ګڼ زيانونه واړول.
په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې پاکستان يو ځل بيا ډېورېنډ کرښې ته څېرمه د نازيان ولسوالۍ باندې توغنديز بريدونه کړي دي، خو ځايي چارواکو د يادو بريدونو په اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.