کور / تازه خبرونه / په پيښور کې د ارواښاد ډاکټر راجولي شاه په یاد غونډه وشوه

په پيښور کې د ارواښاد ډاکټر راجولي شاه په یاد غونډه وشوه

پېښور: په پيښور رسینو مرکز یعنې پریس کلب کې دامریکا غږ ډيوې راډیو له خوا دارواښاد ډاکټر راجولي شاه خټک پرياد غونډه جوړه شوې وه، چې د ارواښاد ډاکټر راجولي شاه په لسګونو مينه والو او خواخوږ په کې ګډون کړی ؤپه لومړۍ برخه کې د قرآن عظيم الشان ختم شو، د ارواښاد د بښنې او مغفرت لپاره ګډونوالو د دعا لاسونه پورته کړل او د تر دعا و فاتحې وروسته د هغه په ياد کې غونډه وکړه ، دغه غونډ ی صدارت ، شاعر ادیب . نقاد اؤ محقق ښاغلي همیش خلیل کوله او د کوربه چارې یې د ډیوه خبریال فاروق فراق او پروفیسر اباسین یوسفزي سرته ورسولې .دامریکا غږ ډیوه راډیو خبریال ښاغلی میا فاروق فراق وويل د ډاکټر راجولي شاه مړينه د پښتو ادب لپاره يوه لويه ضايع ده، د ده په لېږد سره يوه لويه تشه رامنځته کېږي او د دې تشې ډکول کلونه کلونه وخت نيسي چې بيا داسې بل خټک زموږ په پښتو ادب کې راپيدا شي.نوموړي زیاته کړه: خو نېکمرغۍ ځای دا دی ارواښاد ډاکټر راجولي شاه صاحب خپله ټوله کورنۍ په فرهنګي او ادبي روزلې ده او موږ يوه بشپړه فرهنګي کورنۍ راپرېښې ده .دغې غونډې ته ښاغلو همیش خلیل، ډاکټر یارمحمد مغموم، سلیم راز،رحمت شاه سائل، پروفیسر اباسین یوسفزي ، استاد محمد اصف صمیم،ډاکټر خادم حسین عامر، نورالبشر نوید، قیصر اپریدي ، ودود اشنغري، ډاکټر احمدعلي عاجز ، دپښتو اکیډمۍ مشر نصرالله وزیر اؤ د ډاکټر راجولي شاه خټک مشر زوئ انجنئیر یحی ولي خټک د ډاکټر راجولي شاه خټک په هکله خپل تاثرات د نظم اؤ نثر په ژبه کې څرکند کړل اؤ د مرحوم ډاکټر راجولي شاه خټک د ژبې اؤ ادب دپاره کړي خدمتونه یې وستائیل .ډاکټر راجولي شاه خټک چې د افغانستان او د پښتونخوا د بلبل په توګه يې ټول پښتانه پېژني، د پښتو ادب يو بې ساری شاعر وو .ارواښاد خټک د امریکا غږ ډیوه راډیوپروګرامونه لکه تصوف او صوفیان او شاعری او ادب کې هم له برخه اخيستله خو دغه دواړو پروګرامونه کې یو شمیر مينه والو د خټک صیب له غږه هم محرومه شول .د هغه شاعري د ځانګړي سبک په لرلو سره د هغه شاعري ځکه د ټولو د زړه غږ بلل کېږي، چې په اورېدلو سره يې د انسان زړه روښانه کېږي.ارواښاد خټک د پښتونخواه د نوښار په ډاګ اسماعيل خيلو کلي کې په ۱۹۵۲کال کې زيږيدلی و خدای بښلی خټک د سوات له ملاکنډ څخه کور ته پر لاره و چې د زړه حمله پرې راغلې وه د تل لپاره له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.