کور / تازه خبرونه / لوګر:د چټک غبرګون پر قطعه د موټر بم برید سوی دی

لوګر:د چټک غبرګون پر قطعه د موټر بم برید سوی دی

نن سهار د ۷:۳۰ بجو په شاوخوا کې د لوګر په مرکز پل علم کې د سپيشل فورس او چټک غبرګون د عسکرو پر ګډ مرکز او ورسره نيږدې د پولیسو پر حوزه د مزدا لارۍ په وسيله ځانمرګی برید تر سره سو چي د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په وينا په دغه بريد کي دواړه مرکزونه ويجاړ سويدي او مېشتو ځواکونو ته ځاني زيان اوښتی دی.

ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چي د سپيشل فورس او پولیسو دحوزې ترڅنګ د ولایتي شورا ودانۍ هم تر ډیره نړولې او ساتونکي او ځينې راغلي دولتي کسان په کې وژل شوي دي.

بله خوا لراوبر ته له لوګر ولايت مقام څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دولایت والي محمد حلیم فدایي دولایتي شوار ریس اوغړو دپیښي دځاي څخه له نږدي لیدنه وکړه اورسنیوسره یې په خپلوخبروکې دپیښي دقربانیانو چې (۳) تنه پولیس (چې په پهره دار خانه کې موجود وو) او (۳) تنه ملکي وګړي (چې ولایتي شورا ته د خپلو ستونزو د حل په موخه راغلي وو) شهیدان او (۱۵) تنه ملکي وګړي، د ملکي روغتون (۱۱) تنه ډاکټران، یو پنځه کلن ماشوم او یو کمکی ماشوم چې تیره شپه په روغتون کې زیږیدلی وو ټپيان شوي دي. دا چې د ملکي روغتون ودانۍ ډیره زیانمنه شوې ده نو ځکه زیاتره ټپیان د شفیق الله لودین روغتون اومرکز کابل ته استول شوي دي.

د روغتون څخه د لیدنې پر محال د لوګر والي هدایت ورکړ چې د نن ورځې تر پایه پورې باید د ملکي روغتون ۳۰ بستره عاجل فعال شي.

د لوګر والي له خوا دیادي پیښي د څیړنې په منظور د ولایتي شورا د وکیل محیب الله صالح تر مشرۍ لاندې یو پلاوی واستول شو ترڅو د یادې پیښې ټول او کره جزیات معلوم شي.

د یادولو وړ ده چې یاده پیښه د چټک غبرګون د قطعې او د ولایتي شورا د ودانۍ ترمنځه شوې ده چې دولایتي شورا ودانۍ په مکمل ډول سره تخریب شویده اودولایت اکثره ملکي اداراتو ته مالي زیانونه اوښتي دي.