کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څومره ډرامه څومره حقيقت

څومره ډرامه څومره حقيقت

په نهمه ټولګۍ کي زموږ د انګريزي ژبي معلمي د بريتانيې څخه د تياتر يوه ډله رابللې وه. د دې له پاره چي د دغه ښوونځي د انګريزي صنفونو و زده کوونکو ته په انګريزي ژبه يوه ډرامه تمثيل کړي.

ماشومتوب ؤ، کمعقلي وه او بې تجربه ګي وه چي ما فکر کاوه چي تر دغو نورو زما ښه انګريزي زده ده ولي چي تر نورو ټولو مي پکښي ښه نمرې درلودې او تر نورو ټولو مي په درس کي زياتي خبري کولې. ښايي زما د دغه لباسي غرور (په ځان غره والي) تر شا هغه پټ د کمۍ احساس ؤ چي زه درې مياشتي مخکي آلمان ته راغلی وم او آلماني ژبه مي سمه نه وه زده. نو له همدې کبله ښايي ما غوښتل چي خپلو آلماني همصنفيانو ته وښييم چي «ګورئ که آلماني مي لا سمه نه ده زده، خو په انګريزي کي تر تاسو ډېر مخکي يم.»

دا چي د اخښي کورتۍ مي اغوستې وه، نو مي ځان لږ معتبره احساساوه. ښايي زه په ټول مکتب کي يوازنی زده کوونکی وم چي د مشرانو کورتۍ يې په ځان وه. د نارنجي رنګ دغه کورتۍ په خېټه او اوږدو کي ډېره آزاده وه، خو ما ته ځان پکښي خورا لُکس معلومېدی.

همدا ؤ چي د ښوونځي د ډوډۍ خوړلو هغه لوی سالون ته ورننوتلو چي په مؤقتي توګه پکښي يو سټېج جوړ کړل سوی ؤ. ما ځان مخ مخ ته کاوه چي بالآخره د سټيج مخکي په لومړي قطار کي د کښېنستو ځای پيدا کړم.

د تياتر دغه ننداره د يوې داسي ډلې له خوا تمثيل کېدله چي پر يوې پيغلې ممثلي او دوو ځوانو نرينه ممثلينو مشتمله وه. دغه ډرامه چي تقريبا يونيم ساعت يې دوام وکړ ما ډېر خوند پر اخيستی. د ډېر خوند اخيستلو اصلي مؤجب د ډرامې تمثيل نه بلکه زما دا احساس ؤ چي ګواکي زه تقريبا په هره جمله پوهېږم. دا د هغه باوجوده چي هغوی بريتانوي انګريزي ويله او زما غوږونه د امريکايي انګريزي سره زيات اشنا ول. زه و ډرامې ته خورا ځير ناست وم او کله کله به مي زنه هم پر راسته لاس تکيه کړه، لکه د علامه اقبال پېښې چي کوم. زما کوښښ دا ؤ چي د ډرامې په هره جمله، هره مکالمه او هر مونولوګ ځان پوه کړم چي بيا وروسته په ټولګۍ کي د بحث او تحليل پر وخت تر چا کم رانه سم.

د ډرامې وروسته مو لږ تفريح درلوده او بيا د انګليسي ژبي درس ته ولاړو. معلمې زموږ شاګردانو څخه د ډرامې په تړاو د خپل نظر ويلو هيله وکړه. ما په خپل وار وويل: «د ډرامې دراماتولوګي واقعا چي دلچسپه او خوندوره وه… خو کاشکي پکښي څو واري د هغه جګ ممثل او انجلۍ تر منځ بحث او ټېل ماټېل نه وای رامنځ ته سوی. که ستاسو پام ؤ نو هغه يو ممثل به هر وخت چي موقع په لاس ورغله، تر پردې شاته، يا د مېز شاته انجلۍ ته ازار ورکاوه چي انجلۍ به احتجاجا ورته چپلاخه ورکړه او حتی دا چي بالاخره يې د ډرامې په مينځ کي څو واري آوازونه هم سره جګ سول. تر څو دريم ممثل ورته د سترګو په اشارو او ننواتو هيله وکړه چي دغه خبري پرېږدي او د ډرامې اصلي تمثيل ته ادامه ورکړي. دا څومره بده خبره ده چي خپل يو همکار ممثل خپلې ښځينه ممثلي ته د تمثيل پر وخت داسي ازار ورکوي او بې احترامي يې کوي.»

زما يوې همصنفۍ مانويېلا راته مخ راواړاوه او ويې ويل: « والي، دغه انجلۍ ته ازار ورکول د ډرامې د بهير او تمثيل يوه برخه وه. ته نه سوې په پوه؟» د دې خبري وروسته مانويېلا په رخشندي توګه په مُسکا سوه او نورو زده کوونکو ته يې مخ واړاوه لکه هغوی چي دې ته رابولي چي خبره يې تائيد کړي. د هغوی څخه بعضو وويل «طبعا، همداسي وه.» بعضو يې مُسکا کوله بعضي يې بوخت ول چي ژر ژر کارخانګي بشپړه کړي، د دې څخه تر مخه چي معلمه يې کنټرول پېل کړي. ما په جواب کي وويل «يا د ډرامې کيسه او جريان خو بېل شی ؤ او دا په منځ کي يې اخلالونه بل شی. دا هيڅکله هم د ډرامې برخه نه وه بلکه د يو ممثل بداخلاقي وه.» د دغي خبري سره مي و معلمي ته داسي وکتل چي ګواکي زما خبره دي تائيد کړي.

خو معلمي راته وويل: «کېدلای سي چي په تاسو دواړو کي يو د خپل نظر په تړاو تر هغه بل ښه استدلال وکولای سي او خپل د نظر منطق په ښه توګه تشريح کړلای سي. خو ښه استدلال په حقيقت کي حقيقت په ډرامه او ډرامه په حقيقت نه سي بدلولای. بايد چي ووايم چي زه هم ستاسو په شان په حقيقت کي په حقيقت نه يم خبره.»

د دغې خبري زيات کلونه تېر سول، ما خپلي لوړي زدکړي بشپړه کړې، په مسلک کي مي تقريبا ۱۵ کاله تجربه تر لاسه کړه، د ماشومانو پلار سوم، په ږيره کي مي لومړي سپين ورېښته پيدا سوه، خو زه تر نن پوري پوه نه سوم چي په هغه سټېج ډرامه کي کومه برخه ډرامه او کومه يې حقيقت ؤ. نه يوازي د هغې ډرامې په تړاو دا احساس لرم بلکه د افغانستان، سيمي او نړۍ حالات او پيښي تر اوسه راته د هغې ډرامې يوه برخه برېښي چي زه يې د رشتيا او تمثيل فيصدي نه سم معلومولای. نه پوهېږم چي « څومره ډرامه څومره حقيقت» دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ