کور / تازه خبرونه / شيرمحمد عباس ستانکزی د طالبانو د سياسي دفتر مشر وټاکل سو

شيرمحمد عباس ستانکزی د طالبانو د سياسي دفتر مشر وټاکل سو

د طالبانو د نوي مشر اخترمحمد منصور په حکم په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر د رياست چوکۍ ته شيرمحمد عباس ستانکزی د ريس په توګه وټاکل سو.
په خپاره سوي حکم کي د مخکني ريس سيد طيب اغا د خدمتونو له امله مننه سوېده او ژمنه سوېده چي له تجربو څخه به يې ګټه واخستل سي.
سيد طيب اغا د ملامحمد عمر مجاهد د مړيني د خبر د پټ ساتلو او اخترمحمد منصور د مشر په توګه د ټاکل کېدو له امله وړمه ورځ له خپلي دندي استعفی اعلان کړه.