کور / تازه خبرونه / خواجه اصف : ملاعمر په پاکستان کې نه دی مړشوى

خواجه اصف : ملاعمر په پاکستان کې نه دی مړشوى

اسلام اباد :دامريکاغږ ډيوې راډيو د خبر له مخې د پاکستان د دفاع مرکزي وزيرخواجه اصف ويلي د طالبانو مشر ملاعمر نه خو په پاکستان کې مړ دی او نه دلته ښخ کړی شوی دی .د دفاع وزير خواجه اصف نن د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د افغان چارواکو لخوا د ملاعمر په پاکستان کې د مړينې خبرونه رد کړل او ويې ووئيل د طالبانو مشر په کوئټه او کراچۍ کې نه دی پاتې شوی ، او د هغه د زوى بيان هم ثابتوي چې هغه په افغانستان کې مړ او هلته ښخ کړی شوی دی .د دفاع وزير دغه بيان په داسې مهال کې مخې ته راغلی چې تېره اوونۍ د افغانستان حکومت دطالبانو د مشر ملاعمر په پاکستان کې د مړينې پخلی کړی ؤ .افغان حکومت وئيلي ؤ ملاعمر د کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې پاکستان کې مړ شوی دی ، او د افغانستان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) وئيلي ؤ ملاعمر دوه کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو روغتون کې مړ دی .خود طالبانو لخوا د ملاعمر د مړينې په اړه جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې ملاعمر د دوه اوونو د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ دی او زياته کړی شوې وه چې هغه د کال ۲۰۰۱ نه پس د افغانستان نه بهر پاکستان يا بل کوم هېواد ته سفر نه دی کړی .خواجه اصف قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې زياته کړې چې طالبان د پاکستان په واک کې نه دي او په تېر وخت کې د طالبانو سره دپاکستان د اړيکو نه انکار نه شي کېدی . هغه وئيلي په موجوده وخت کې د شخړې ختمولو او په مذاکراتو کې د هغويې برخه جوړؤل د پاکستان ستره کاميابي ده .نوموړي دا هم ووئيل چې پاکستان د افغان طالبانو په کومه لانجه کې ځان ککړول نه غواړي خو د روغې جوړې په عمل کې به پوره مرسته کوي .د وفاقي وزير وينا وه پاکستان به هڅه کوي چې د طالبانو څوک هم مشر راځي ، هغه دې په افغانستان کې د سولې عمل ته دوام ورکړي چې په سيمه کې تل پاتې امن قائم شي .د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې د خبر راتلو نه يوه ورځ وروستو د پاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې ټاکل شوې وې ، خو د ملاعمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو نه پس د پاکستان د دفتر خارجه نه په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ؤ د طالبانو د قيادت په خواست د خبرو عمل وځنډول شو .