کور / تازه خبرونه / د حميد پايندزي په وياړ غونډه جوړه سوه

د حميد پايندزي په وياړ غونډه جوړه سوه

کندهار، افغانستان- ولايت مقام د هغه ځوان په وياړ چي تېره جمعه يې د څو تنو ژوند وژغوری، غونډه جوړه کړه.

په غونډه کي چي نن ماځيګر په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د کندهار يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

تېره جمعه له سربند پله څخه يو فيلډر موټر چي له سپرليو ډک وو، اوبو ته لوېدلی وو. د حميد پايندزي په نوم يو ځوان سمدستي اوبو ته ورولوېد، د موټر هينداري يې ماتي کړې او د يوې کورنۍ اووه غړي يې له مرګه وژغورل.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د حميد پايندزي په وياړغونډه کي له نوموړي څخه مننه وکړه چي د سر په بيه يې د خپلو هيوادوالو ژوند وژغوری او دا يې يوه لويه انساني ښېګڼه ياده کړه. شمسي زياته کړه چي دغه ډول انساني ښېګڼي د زړورتيا او همدردۍ ښکارندوی دي.

نوموړي وويل چي انسانانو ته ژوند ورکول د هغو کسانو لپاره يو درس دی چي له خلکو ژوند اخلي. ښاغلي شمسي له ټولو مېله والو څخه هيله وکړه چي په آينده کي له احتياطه کار واخلي تر څو له دا ډول پېښو سره مخ نه سي.

ليکوال او مدني فعال جانان مومن د انسان ژغورني دا هڅه وستايله او له ولايت مقام څخه يې مننه وکړه چي خپل ځوانان او اتلان ستايي. نوموړي زياته کړه چي د حميد پايندزي ستاينه او ښو کارونو ته هڅونه د نورو ځوانانو د تشويق باعث ګرځي. هغه وويل د دا ډول ځوانانو ستاينه زموږ مشرانو ته يو پيغام دی چي که له دې ملت سره لږ مرسته هم وکړي، نو دغومره به تقديريږي. د مومن په خبره: زموږ مشران بايد په دې پوه سي چي که دې ملت ته لږ کار هم وکړي، نو د ميني له امله به يې تر مړيني وروسته مجسمې جوړي سي او که څوک غواړي چي تر مرګ وروسته يې نوم پاته سي، نو دې ملت ته دي کار وکړي.

ليکوال او ژورناليسټ بشيراحمد نادم وويل دا لومړی ځل دی چي د جګړې په کشمکش کي د انسان ژغورني په وياړ غونډه جوړيږي. هغه زياته کړه مخالفين بايد په دې وپوهيږي چي اصل کار د انسانانو ژغورل دي او هغه څوک ستايل کيږي چي انسانانو ته يې ګټه ورسيږي. نوموړي له پايندزي څخه وغوښتل چي د رضاکاره ځوانانو يوه خيريه ټولنه جوړه کړي تر څو د کندهار ځوانان په منسجم ډول دې ته ورته انساني او خيريه کارونه وکړي.

د ژغورل سوي کورنۍ مشر حاجي عزيز له حميد پايندزي څخه مننه وکړه چي له دوی سره يې دومره لويه انساني مرسته وکړه او د دوی ژوند يې وژغوری. هغه زياته کړه چي خدای دي په دې هيواد کي دا ډول ځوانان نور هم ډېر کړي.

حميد پايندزي له ولايت مقام او ټولو هغو کسانو څخه چي د ده حوصله يې لوړه کړې، مننه وکړه. د غونډي په پای کي حميد پايندزي ته د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي له خوا او د ځوانانو شورا په استازيتوب جانان مومن له لوري ستاينليکونه ورکول سول.