له شاوخوا درې کلن ځڼد وروسته د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د ودانۍ د جوړولو چارې پیل کیږي .
دغه ودانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا جوړیږي،چې چارې به یې د روانې میاشتې په ترڅ کې پیل او د یوه کاري کال په ترڅ کې به بشپړې شي.
یاد روغتیایي ودانۍ چې په ۱۴۵۰ متره مربع سیمه کې جوړیږي،۱۶ خونې او نورو ضروري محلقات به ولري .
په همدې موخه نن (یکشنبه) د دغه ولایت د والي په مشرۍ د هغه په کار ځای کې غونډه جوړه شوې وه،چې په کې د عامې روغتیا او نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې رئیسانو، د نرخ ولسوال،د ولایتي شورا غړي، د یادې سیمې قومي مشرانو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل د بیارغاونې چارو ترسره کېدو ته به د ولسونو په همکارۍ پوره زمینه برابرو او هغه ستونزې چې په وړاندې شتون ولري په ګډه د لمنځه وړلو هڅه وکړو.
نوموړی زیاته کړه، د یاد کلینک لپاره د مګړۍ تشکیل په واک کې شتون نلري خو د ودانۍ تر جوړېدو به د ملي شورا غړو او نورو مخورو په ملتیا وکولای شو،چې ورته د عامې روغتیا وزارت له لورې تشکیل ترلاسه کړو .