کور / تازه خبرونه / د ادارو څخه د څار لړۍ په ترڅ کې د مستوفیت څخه لیدنه وشوه

د ادارو څخه د څار لړۍ په ترڅ کې د مستوفیت څخه لیدنه وشوه

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د ادارو څخه د څار لړۍ په ترڅ کې د دغه ولایت مستوفیت ادارې څخه لیدنه وکړه او د دغه ادارې کارکوونکي،حاضري او کړنې یې له نږدې څخه ولیدلې .
د مستوفیت څخه وروسته له هغې لیدنه وشوه،چې ګڼ شمېر کسانو د مستوفیت د کړنو په اړه شکایت درلود او د دوی د مامورینو په حاضرۍ او ټاکلې وخت د کار ترسره کولو په اړه یې د ولایت مقام د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات لومړی د مستوفیت ادارې حاضري ولیدله او له هغې وروسته یې د بېلابېلو برخو له دفترونو او کارکوونکو څخه لیدنه وکړه،نوموړی همدا راز د مستوفیت له کارکونکو سره غونډه هم وکړه .
نوموړی وویل : (( زما او ستاسې ترمنځ، زموږ او ولس ترمنځ او زموږ او د وکیلانو ترمنځ او زموږ او د زورواکو ترمنځ سره کرښه قانون دی،هر هغه څوک چې د قانون څخه پښه لوړوي، هغه به موږ قانون ته تابع کوو . ))
ښاغلي حیات د ولایتي ادارې د هر کارکوونکي ښه فعالیت خپل وباله او همدا راز یې دوی ته سپکاوی خپل سپکاوی وباله او ژمنه یې وکړه،چې هیچاته به د داسې کړنې اجازه ورنکړم.
تردې وړاندې د میدان وردګو ولایت له ګڼ شمېر بېلابېلو ادارو څخه هم لیدنه کړې وه،چې په ترڅ کې یو شمېر وروسته وستایلې او یو شمېر ادارو مسؤلینو ته یې ځانګړې او جدي لارښوونې وکړې .