کور / تازه خبرونه / د پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړوني ورکشاپ پيل سو

د پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړوني ورکشاپ پيل سو

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې له خوا په ولايت مقام کي د ولايتي پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړوني درې ورځنی ورکشاپ پيل سو. دا ورکشاپ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې په تخنيکي همکارۍ، د کندهار د ټولو ادارو، مدني ټولنو او خصوصي سکټور په وسيله پر مخ وړل کيږي.
ياد درې ورځنی ورکشاپ نن سهار د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي له خوا پرانيستل سو. په ورکشاپ کي چي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې د تخنيکي ټيم له خوا تدريس کيږي، د کندهار د ټولو ادارو مسوولينو ګډون کړی وو. په دغه ورکشاپ کي به د تخنيکي ټيم له خوا ټول هغه موارد تدريس او روښانه سي چي د ادارو پنځه کلن ستراتيژيک پلان څنګه جوړيږي. دا پنځه کلن ستراتيژيک پلان د امنيت، ښه حکومتولي او ټولنيزي اقتصادي پراختيا ته د رسېدو په موخه جوړ سوی دی. د درې ورځني ورکشاپ تر پای ته رسېدو وروسته به ياد تخنيکي ټيم له ولايتي ادارې سره يوه نيمه مياشت د پلان په جوړو کي تېره کړي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د کندهار لپاره د ستراتيژيک پلان په اړه دغه ورکشاپ مهم وباله او له سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې څخه يې مننه وکړه چي د کندهار د ولايتي ادارو لپاره د ستراتيژيک پلان په تهيه کي مرسته کوي.
ښاغلي شمسي د ورکشاپ له مدرسينو څخه وغوښتل چي د کندهار د ادارو موجود امکانات، د هغوی لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه او اړتياوي معلومي کړي، تر څو هره اداره پخپل پنځه کلن ستراتيژيک پلان کي خپلو اړتياوو ته ځای ورکړي.
د ولايتونو او ولسواليو د پاليسۍ آمر محمد هارون هاند چي په ورکشاپ کي د ټرېنر په توګه دنده لري، وويل چي دوی به تر ورکشاپ وروسته له ولايتي ادارې سره يوه نيمه مياشت د ستراتيژيک پلان پر تهيه کولو ولګوي. هغه زياته کړه چي کله ټول پلان بشپړ او لومړيتوبونه تشخيص سول، نو دغه پلان به د تطبيق لپاره اړوندي ادارې ته وسپاري.