کور / تازه خبرونه / هلمند کې د شخصي روغتيايي ودې مخنيوی کيږي

هلمند کې د شخصي روغتيايي ودې مخنيوی کيږي

د هلمند مدني ټولنې مسؤلينو د دغه ولايت د روغتيا رياست د روغتيايي مرکزونو د څار کمېسون تورنوي چې دغلته د شخصي روغتيايي خدماتو مخه نيسي.
يو شمېر شخصي روغتيايي کار کوونکي هم وايي، پر روغتيايي مرکزونو د څار کمېسون ورسره ناقانونه چلند کوي او په يوه او بله پلمه يې درملتونونه او نور روغتيايي مرکزونه ورتړي.
د لښکرګاه ښار يو شمېر روغتياپالان چې د هلمند مدني ټولنې په انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي و، شکايت يې وکړ چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست پر روغتيايي مرکزونو د څار کمېسون يې په ناقانونه توګه روغتيايي مرکزونه ورتړي.
يو تن روغتياپال رسنيو سره په خبرو کې وويل: د روغتيا وزارت ټول قوانين يې پلي کړي دي خو سره له دې ورسره د عامې روغتيا رياست د کار کوونکو لخوا غير اصولي چلند کيږي.
نوموړي وويل: ((که موږ کوم قانوني مشکل لرو څارنوالۍ ته مو دې ور وپېژني.))
د احسان الله احسان په نوم بل ډاکټر چې لښکرګاه کې شخصي روغتياپال دی وايي، د روغتيا رياست د روغتيايي مرکزونو د څار کمېسون پر ځای ددې چې روغتيايي خدماتو ته وده ورکړي، مخنيوی يې کوي.
ډاکټر احسان وايي: ((داسې شخصي روغتيايي مرکزونه شته چې تر شپېته سلنه يې ډېر روغتيايي قانون پلی کړی دی خو د عامې روغتيا رياست د بر رسۍ د کمېسون لخوا تړل کيږي، خو دغه خلک چې بر رسۍ کې کار کوي، دوی هم شخصي روغتيايي مرکزونه لري، خو لس فيصده قانون يې هم نه دی عملي کړی.))
روغتياپالان وايي، بر رسي خپل قوانين لري چې مخکې له مخکې روغتيايي مرکزونو ته د دوی د نيمګړتياو په اړه خبر ورکوي، د نه پلي کولو پر وخت ورځي او څارنه يې کوي، خو د هلمند د روغتيايي مرکزونو د څار کمېسون په ناقانونه او غير اصولي توګه روغتيايي مرکزونو ته ورځي، او د ناروغانو په وړاندې د ډاکټرانو او نورو روغتياپالانو سپکاوی کوي.
پر همدې مهال د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، هلمند کې د روغتيايي مرکزونو د څار کمېسون مسؤلين له خپلې دندې ناوړه ګټه اخلي.
نوموړی د عامې روغتيا رياست کار کوونکي په فساد تورنوي او وايي چې د شخصي ګټو په موخه د روغتيايي ودې مخه نيسي.
سردار محمد همدرد وويل: ((دغه کسان چې بر رسۍ کمېسون کې دي، خپل شخصي روغتيايي مرکزونه لري، په دې خاطر چې دوی ډېر ناروغان ولري نو نور شخصي روغتونونه په يو او بله پلمه تړي.))
همدرد د روغتيا وزات له پلاوي او ولايتي ادارې وغوښتل چې د روغتيا رياست د څار کمېسون کې دې اصلاحات راولي ترڅو راتلونکي کې له خپلې دندې نا سمه ګټه وانخلي.
نوموړي وويل، هلمند کې به د هر ناقانونه چلند په وړاندې اواز پورته کوي او مخنيوی به يې کوي.