کور / تازه خبرونه / د ايم کيو ايم ګوند پارلماني غړو استعفا کړې

د ايم کيو ايم ګوند پارلماني غړو استعفا کړې

اسلام اباد :دبي بي سي د خپرله مخې د پاکستان متحده قامي غورځنګ ( ایم کیو ایم ) ګوند پارلماني غړو په سند ایالتي پارلمان کې له استعفاګانو وړاندې کولو وروسته د پاکستان فدرالي اسمبلۍ کې هم خپلې استعفې وړاندې کړې. کراچۍ کې د ایم کیو ایم ۱۴ پارلماني غړو په لاس لیکلې استعفاوې د پارلمان مشر ته وړاندې کړې.دې سره د پاکستان په فدرالي اسمبلې کې د څلورو مېرمنو په ګډون د دغه ګوند ۲۴ غړو او د پاکستان مشرانو جرګې کې د یاد ګوند اتو غړو خپلې استعفې د مشرانو جرګې مشر رضا رباني ته وړاندې کوي.د ایم کیو ایم پارلماني غړو د استعفا په اړه د پاکستان د فدرالي او ایالتي حکومتونو له لوري دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي.د پاکستان ملي اسمبلۍ کې د استعفا له وړاندې کولو مخکې د دغه ګوند پارلماني ډلې مشر فاروق ستار وویل، چې د ګوند ۴۰ غړي یې له محاکمې پرته وژل شوي دي او د تېرو اتو میاشتو مودې کې یې ۲۰۰ فعالان امنیتي ځواکونو نیولي دي، چې وايي لا هم محکمې ته نه دي وړاندې شوي.د نوموړي په خبره لومړي وزیر نوازشریف د کراچۍ عملیاتو او پکې د ( بې محاکمې وژنو ) په اړه د معلوماتو یو ځای کولو په موخه د یوې کمېټۍ جوړولو ژمنه کړې وه، چې وايي تر اوسه نه ده عملي شوې.د نوموړي په وینا دوی سره په محکمو کې هم انصاف و نه شو او د پاکستان پوځ مشر هم د لیدنې لپاره وخت ور نه کړ، چې په وینا یې اوس ورته له استعفا وړاندې کولو پرته بله لاره پاتې نه ده ایم کیو ایم ګوند له تېرو څو میاشتو راهیسې د رینجرز نومي امنیتي ځواک فعالیتونو خلاف احتجاج کوي د نوموړي په خبره د پوځ په اړه د څرګندونو له کبله د دوی د ګوند مشر الطاف حسین پر وینا کولو بندیز ولګېد، چې وايي دا د بیان ازادۍ خلاف چاره ده او په خبره یې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، د دفاع وزیر خواجه اصف او د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر منورحسن له دې هم سختې څرګندونې کړې، چې هغوی ته هېڅ هم نه دي ویل شوي.له دې مخکې لندن کې د ایم کیو ایم ګوند اړیکو کمېټې غړي مصطفی عزیزابادي بي بي سي ته منلي و، چې په مشرانو جرګې او پارلمانونو کې یې د ګوند شته ټول غړي د چهارشنبې په ورځ استعفا کوي.ایم کیو ایم ګوند له تېرو څو میاشتو راهیسې د رینجرز نومي امنیتي ځواک فعالیتونو خلاف احتجاج کوي او د دغه ګوند مشر الطاف حسین هم د رینجرز کړنې سختې غندلې.د دغو نیوکو له کبله د ګوند ځايي مشرانو په ګډون د هغه خلاف د پاکستان لر او بر کې محکمو ته له ۱۰۰ ډېرې عریضې شوې دي او اوس د ایم کیو ایم پارلماني غړو له استعفاګانو وروسته پاکستان کې یو سیاسي کړکیچ رامنځته شوی دی.