کور / تازه خبرونه / سوات کې د ۹۶ ښوونځيو پر تړلو لاريون شوی

سوات کې د ۹۶ ښوونځيو پر تړلو لاريون شوی

سوات : دبي بي سي د خبرله مخې د خيبر پښتونخوا سوات سیمه کې ځايي حکومت ۹۶ ښوونځي تړلي، چې له کبله يې ګڼ شمېر زده کوونکي له زده کړو پاتې شوي دي. د ښوونځيو د تړلو په اړه زده کوونکو او د هغوی والدينو لاريون کړی و. د دولتي شمېرو له مخې په دغو ښوونځيو کې شاوخوا ۱۷۰۰ زده کوونکي په زده کړو لګيا وو.سوات کې د تعليمي برخې مرستيال مشر فضل خالق بي بي سی ته ويلي چې په سوات کې ټول ټال ۱۲۳ ښوونځي دي چې ۹۶ يې تړل شوي دي.دی وايي په سوات کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له بريد وروسته د امنيتي حالاتو له کبله دغه ښوونځي تړل شوي دي.ښاغلی فضل خالق وايي تړل شوي ښوونځي يې له هغو ښوونځيو سره چې ودانۍ لري يو ځای کړي دي.له دغو شمېرو داسې ښکاري چې سوات کې يوازې ۲۷ ښوونځي ودانۍ لري.د تړل شويو ښوونځيو زده کوونکيو او والدينو سربېره په پاکستان کې د تعليم په برخه کې يوې غير دولتي ټولنې (الف) غړيو هم ګډون کړی و.له الف تولنې سره تړلي ډاکتر جواد اقبال بي بي سي ته وويل چې “د تحريک انصاف حکومت خيبر پښتونخوا کې ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي چې له کبله يې له ۱۰۰۰۰۰ زده کوونکو زيان ليدلی دی”.دی وايي په سوات کې ۹۶ ښوونځي تړل شوي چې له کبله يې له ۱۷۰۰ زيات زده کوونکي له زده کړو پاتې کېږي. دی وايي له دغو ښوونځيو پاتې شوي زده کوونکي له څلورو تر شپږه کیلومترو پورې پلي نورو ښوونځيو ته ځي.د دولتي شمېرو له مخې په سوات کې د لومړنيو زده کړو لپاره د نجونو ۴۳۳ او د هلکانو ۸۴۳ ښوونخي شته چې ۱۸۰۶ نجونې او ۳۱۸۸ هلکان په کې په زده کړو بوخت دي.د غير دولتي الف ټولنې په وينا سوات کې ۲۸ سلنه ماشومان له زده کړو پاتې کېږي. دوی وايي يوازې دوه سلنه زده کوونکي کولای شی تر لسم ټولګي ورسېږي او خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.