کور / تازه خبرونه / د اى ايس اى پخوانى مشر جنرال حميد ګل مړ سو

د اى ايس اى پخوانى مشر جنرال حميد ګل مړ سو

د پاکستان د جاسوسۍ ادارۍ پخوانی مشر جنرال حميدګل نن ماخستن په عصابو کي د ويني ايله کېدو (مغزي سکتې) له امله د ۷۹ کالو په عمر مړ سو.
د نوموړي کورنۍ د معلوماتو پر اساس حميدګل نن سهار د فشار لوړېدو له امله مري روغتون ته او بيا د راولپنډۍ نظامي روغتون ته ولېږدول سو چي وروسته يې هلته د مغزي سکتې له امله سا وختله.
جنرال حميدګل په خټه مومند پښتون و او د ۱۹۳۶ د نوامبر پر شلمه په پنجاب کي زېږېدلی و.
د ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۸۹ پوري د ای ايس ای مشر و او نن يې د اګست پر پنځلسمه په داسي حال کي نفس وختی چي د تيري څه مودې راهيسي د ويني فشار په ناروغي اخته و.
نوموړي پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل څخه دده د ژوند تر وروستيو پوري د افغانستان د جګړو او جګړه مارو څخه د پاکستان په ګټه کار اخيست. په افغانستان کي د ټولو پاکستان پلوه اسلامپالو ډلو سره نژدې پاته سوی و او په افغانستان کي يې جهاد روا خو په پاکستان کي يې ناروا باله.

د پاکستان د اردو دغه تقاعد سوي افسر خپل ټوله ژوند د پاکستان د ملي ګټو په خدمت کي تېر کړ او د پاکستان د منافعو ساتلو په لاره کي يې د مليونونو افغانانو پر بېکوره کېدلو، وژل کېدلو او د افغانستان پر بې ثباته کېدلو هم صرفه ونکړه چي له دې امله افغانانو د دافغانستان د دښمن او افغانانو د قاتل په سترګه ورته کتل او د مرګ د خبر په خپرېدلو يې په ټولنيزو رسنيو، فېسبوک او ټوېټر کي د خوښيو د پيغامونو توپان جوړ سو خو په ورته وخت کي بيا پاکستانيان نوموړئ يو اتل او غازي بولي او د نوموړي پر مړينه وير کوي.