کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني: د برېښنایي تذکرو د وېش امتحاني بهیر دې پیل شي

جمهور رئیس غني: د برېښنایي تذکرو د وېش امتحاني بهیر دې پیل شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ر ئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن ماښام په ارګ کې په یوه ناسته کې د برېښنایي تذکرو د وېش د امتحاني بهیر د پیل بېلابېل بعدونه وڅېړل شول.

په دې ناسته کې جمهور رئیس غني د برېښنایي تذکرو د وېش د امتحاني بهیر دوره د دغه بهیر د تخنیکي ستونزو د تشخیص لپاره ښه فرصت وباله، ټینګار یې وکړ چې د برېښنایي تذکرو امتحاني پړاو دې پیل شي .

د غونډې برخه والو، د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره د تخنیکي چمتوالي په اړه خبرې وکړې.

د برېښنایي تذکرو د وېش د ادارې لوی رئیس همایون محتاط د برېښنایي تذکرو د امتحاني بهیر د پیل کېدو په اړه وویل، غواړو لومړی دغه بهیر د کابل ښار د نوم لیکنې په اتو مرکزونو او په ۲۴ وزارتونو کې پیل شي. ده جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د دغې ادارې ستونزې حل شوي او په دغه اداره کې ښه کاري ظرفیت رامنځته شوی دی.

همدا راز په دې ناسته کې د برېښنایي تذکرو د وېش د ادارې پر خپلواکۍ هم بحث او خبرې وشوې.

په ناسته کې د برېښنایي تذکرو د امتحاني وېش لپاره د زمري ۲۸ د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې د ټاکلو په باب هم خبرې وشوې خو څرګنده شوه چې د دغې ورځې ډېر تمرکز د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ستایلو او قدردانۍ دی.

غونډې د برېښنایي تذکرو وېش یوه ملي پروژه او د هغې د وېش پیل یې یوه مهمه ورځ وبلله، پریکړه یې وکړه چې د تذکرو امتحاني وېش دې په څو راتلونکو ورځو کې د هېواد د سیاسي رهبرانو او شخصیتونو، مشرانو او مخورو په ګډون په یوه شانداره غونډه کې پیل شي.

په دې ناسته کې د کورنیو چاروزیر نورالحق علومي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرعبدالرزاق وحیدي، د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکتر اکرم خپلواک او د برېښنایي تذکرو د وېش د ادارې لوی رئیس همایون محتاط هم حضوردرلود.