کور / سياسي / احساسات که غيرت؟

احساسات که غيرت؟

ظهيرالدين بابر د هندوستان مشهور واکمن و او په خپل ژوند کې يې ډېرې فتحې کړې وې، خو وايي، د ژوند ټولې فتحې يې يو پلو او دوه پېښې بل خوا.
يوه ورځ له خپل دښمن سره د مذاکراتو لپاره ميدان ته راته، نو دی په جلدي خارښ اخته و. له جلدي خارښ سره مقابله امکان نه لري، سړی به خامخا خپل ځان ګروي، درمل خوري، ځان به په مناسبو شيانو غوړوي او تر ډېره به خپل بدن هم لوڅ ساتي، مګر ظهيرالدين بابر، چې خپل مخالف سره مجلس کې کېناست، نو پر غوړ بدن يې د ململ ټوټه پرته وه، څلور ساعته يې خپل مخالف سره بحث وکړ او تر پايه يې خپل ځان ونه ګراوه. که فکر وکړو، نو دا کار ډېر ناشونی دی، چې سړی دې په داسې سخته ناروغۍ اخته وي او دی دې خپل ځان کنټرول کړای شي.
د بابر بله فتحه دا وه، چې دی يوه ورځ د ځنګل زمريانو ګير کړی و، مګر ده د زمريانو په خوله کې خپل همت ونه بايله او تر پايه يې په حکمت ورسره مبارزه وکړه، تر دې، چې دی د زمريانو له پنجو ژوندی راووت.
ظهيرالدين بابر د خپل ژوند ټولې فتحې يو پلو او دا دوه پېښې بل پلو تر ټولو مهمې بولي.
د چينايي کمونېستانو پلار ماوزو ډونګ هېڅکله په پردۍ ژبه خبرې نه دي کړي، نه يې پردي مصنوعات کارولي او هېڅکله يې داسې کومې ټوکې ته نه دي خندلي، چې په پردۍ ژبه وه.
دا طبعي خبره ده، چې هېڅوک هم ټوکې ته خوله نه شي ټينګولی خامخا به خاندي، مګر ماوزو ډونګ هېڅکله په اجنبي ژبه شوې ټوکې ته نه دي خندلي، مګر همدا ټوکه به که چينايي ژبې واړول شوه، نو بيا به يې په کړس کړس وخندل.
يو وار د امريکا ولسمشر رچرډ نيکس چين ته ولاړ، نو ماوزو ډونګ سره د ناستې پر مهال دی ډېر سخت هک حيران شو، چې د نوموړي په کتابتون کې يې امريکا کې چاپ شوي کتابونه وليدل.
ماوزو ډونګ نه يوازې دا، چې دغه انګريزي کتابونه يې ټول لوستي وو، بلکې حاشيې يې هم پرې ليکلې وې.
کوريا سره د جګړې پر مهال د ماو زوی وژل شوی و، مګر ده ته يې چې د زوی مړی راغی، نو ده هېڅ زړه ونه غورځاوه، نه يې رنګ بدل شو او نه يې وژړل.
ده وويل، چې زه په دې غم کې يوازې نه يم، زما ټول ولس له ما سره دی.
ده وويل، چې د ولس هر ځوان د ده زوی دی او دی د خپل نسلي زوی او ولس هېڅ توپير نه شي کولای.
د هند د ازادۍ پلار ګاندي ته يوه ورځ د ښوونځي زده کوونکي راغلل او يو هلک ورته وويل، چې مور يې خياطه ده او د ده لپاره به پرې يوه ښه جوړه وګنډي.
ګاندي به اوړي کې يوازې لنګ اغوست او په ژمي کې به يې يو څادر هم له ځانه تاوکړی و.
ګاندي له هلکه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دی نه شي کولای چې پوره کالي واغوندي؛ ځکه چې بچي يې ډېر دي او تر څو چې د ده بچيو ټول کالي نه وي پيدا کړي، دی هم دغسې ګرځي؛ نو هلک بيا پوښتنه وکړه، چې څومره کورنۍ يې وي، ټولو ته به کالي وګڼدي، مګر ګاندي وويل، چې د هندوستان ميليونونه خلک د ده کورنۍ او بچيان دي او تر څو چې د هندوستان ولس په خېټه موړ او په تن پټ نه وي، دی به نه ځان موړ کړي او نه به خپل ځان پټ کړي!
دا پورتنۍ څرګندونې د عبرت لپاره ذکر شوې او اوس که موږ د خپل خلکو او واکمنو ژوند ته وګورو، چې څومره د خپلو خلکو له غمه مړه دي او يا د خپل ولس غم ورسره دی.
د امريکايانو له راتګ سره هېواد کې د امريکايي ډالرو او نړيوالو مرستو باران شو او خلکو دا فکر کاوه، چې دغه دی نن دی که سبا دی دا هېواد په رغېدو دی، مګر د څوارلسو کالو په تېرېدو لا هم هېواد کې نه يوازې دا چې امنيت را نغی؛ اقتصاد، زارعت، صنعت او نورې چارې هم د پخوا په څېر په ټپه ولاړې دي او اوس دا ديارلس کاله زموږ ډېری خوراکي، روغتيايي، ودانيز او هر ډول توکي له ګاونډيو هېوادونو را روان دي او تر اوسه زموږ ملي سوداګرو، حکومتي چارواکو او عام ولس کې دا شعور نه وو، چې موږ بايد خود کفا شو، ولې مو دا ديارلس کاله دا فکر نه درلود، چې موږ بايد د خلکو له اړتيا بې غمه شو.
هر څه مو له پاکستان، ايران او نورو ګاونډيانو راتلل او اوس هم راځي.
زه د خلکو د احساساتو قدر کوم، مګر دا غيرت نه بولم.
هغه ورځ مې کابل کې له يو درملتون نه «پلاستر» اخېست،ورته ويل مې، چې «stiking» شته، نو دواخانې والا اربز واړاوه، چې «نې نيست» مال دغه دی سته کنه. وای تو چرا به لهجه پاکستاني ګفتي. مال بد مې وکړل؛ خو ګرانه دا هم راته ووايه، چې دا شی د کوم هېواد دی. وای د پاکستان. مال اصلي دی که دویم لمبر؟ وای اصلي. مال نو دومره درواغ، چې دویم لمبر جعلي پاکستاني شيان هم پلورې او پاکستان سره دښمني هم کوې!
موږ له پاکستان سره دښمني کوو، مګر بيا د پاکستان جعلي درمل او نور شيان د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې پلورو.
برېښنا مو له تاجکستان نه ده، که سبا مو تاجکستان سره هم کومه ستونزه راځي، نو بيا به برېښنا ورپرېږدو؟
يو شمېر تعليم يافته ځوانان مې داسې هم وليدل، چې زرګونو کلدارو ته يې اور ورته کړ او پاکستان سره يې پرې کرکه وښوده.
دا نو يو احساساتي ګام دی، خو غيرت نه دی؛ ځکه چې دغه ځوانان د امريکا په ډالرو افغانۍ اخلي، په دغو افغانيو يې بيا کلدارې واخېستې او هغو ته يې اور ورته کړ.
که ولسمشر ته وګورو، يو وار له پاکستان سره دومره خوږ شو، چې ټول ولس يې اندېښمن کړ، وروسته بيا يو دم دومره بدل شو، چې د دښمنۍ او جګړې غير مستقيم اعلان يې ورته وکړ؛ دا ټولې د عقل او فکر پر ځای احساساتي پرېکړې دي او هېڅ دوام نه شي کولای.
تر څو چې زموږ د چارواکو زامن په پرديو هېوادونو کې ارام ژوند کوي، د ټيټ پوړو او منځپوړو چارواکو زامن په کابل کې خوندي ګرځي، نو موږ دا نه شو منلی، چې دغه خلک د ولس له غمه مړه دي. هغه چارواکی چې د ټلویزیون پر پردې ولس ته مصنوعي ډاډ ورکوي، د هغوی ګردو کورنۍ او بچیان له اسلام اباد نیولې تر دوبۍ، لندن، نیویارک او واشنګټن کې اوسي. کله چې د افغانستان برخلیک او راتلونکی زما د چارواکي پر راتلونکي ژوند اغېژ نه لري، څوک به د افغانستان غم وکړای شي؟!
که په دغو چاودنو او بريدونو کې د چارواکو زامن وژل شوي وای، بيا به يې موږ تاسې د دوی عکس العمل ليدلی وای.
ګورئ! موږ تاسې وليدل، چې د پاکستان لوی درستيز او د استخباراتو مشرانو له يوې پوځي لښتې سره کابل ته راځي او زموږ ولسمشر ته په د پېښور د پوځي ښوونځي د بريدونو د سپارلو خبره کوي، ټول پرې غلي دي، مګر د اتيا کلن پاکستاني جنرال په مړينه بيا داسې خوښي کوي، ته به وايې، چې دوی وژلی!
جنرال حمیدګل تاسې نه دی وژلی، پر خپل مرګ مړ شوی او مرګ یوه ورځ زموږ هر یوه هرکلي ته راځي. دا هم د یادونې ده، چې حمیدګل په خپل ژوند کې څه هم کړي، د خپل وطن او ملي ګټو لپاره یې کړي. راځئ، د جوش پر ځای په هوش، له همدې حمیدګله یې زده کړو!
دا نو اوس کوم عقل، احساس او غيرت دی؟
مخکې له دې چې پاکستان سره دښمني او تحريم اعلان کړو؟
موږ داسې يو ولس يو، چې د عمل پر ځای پر عکس العمل ډېر باور لرو او عکس العمل هېڅکله دوام نه شي کولای.
که موږ دا تېر ديارلس کالو کې د کورنيو توليداتو لپاره کار کړی وای، نو اوس به موږ دې احساساتي پرېکړې ته نه اړ کېدو.
تر څو چې موږ خودکفا شوي نه يو او عملي ګامونه د خپل ملت د تلپاتې بقا لپاره نه وي اخيستي؛ دا ډول څرګندونې يوازې لڼد مهالې احساساتي څرګندونې بللی شو.
موږ بايد داسې کارونه او پلانونه په کار واچوو، چې راتلونکی مو روښانه او په خپلو مټو ولاړ وي، تر څو چې زموږ ناروغان د سردرد، غاښ درد، معدې او نورو لويو او وړو ناروغيو لپاره پېښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ ته ځي، له پاکستاني توکيو سره زموږ تحريم هېڅ معنا نه لري.
پر ځای د دې، چې پاکستان سره دښمني اعلان کړو، راځئ د خپل ولس د ژغورنې او بقا لپاره عملي ګامونه پورته کړو، نو هم به مو ولس په خپلو پښو ودريږي او هم به د پاکستان له احتياجه خلاص يو.
دا ځينې ځوانان، چې په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې د پاکستان پر ضد خبرې کوي، ايا دغه خلک دا جرئت لري، چې خپل هغه اسناد وسوځوي، چې له پاکستاني پوهنتونو او مدرسو يې ترلاسه کړي؟
ايا د دغو يارانو کورنۍ، دوستان، حتا په خپله پاکستان د درملنې او نورو اړتياوو لپاره نه ځي؟
ايا ډېری دغه ياران، چې د پاکستان د غلامۍ پر ضد نارې وهي، په خپله دعوه کې درواغجن نه دي؟
ايا ځينې همدغه ياران د اسلام اباد او حيات اباد په لوړو او ښکلو ودانيو کې ژوند نه کوي؟
ايا همدغه خلک د امريکا په ګډون د شلو نورو هېوادونو د استخباراتو لپاره کار نه کوي؟
ايا د دوی دغه ډول کړنې د هغه بې چاره مهاجر او هغو اړو کسانو لپاره ستونزې نه راپورته کوي، چې د خپلو اړتياوو او درملنې لپاره پاکستان ته ځي؟
يارانو دا ډول کړنې لنډ مهالې احساساتي پرېکړې دي. عملي کول يې ناشوني دي او زما له ټولو يارانو همدا غوښتنه ده، چې د احساساتي پرېکړو پر ځای راځئ غيرتي ګامونه پورته کړو او د خپل ولس د ښېرازه راتلونکې لپاره داسې عملي ګامونه پورته کړو، چې ولس مو راتلونکي وخت کې د پرديو له فکري، اقتصادي او سياسي غلامۍ ازاد شي او د دې لپاره لومړی شرط دا دی، چې موږ به په خپله له پردۍ غلامۍ ازاد يو.
ملتونه په عکس العمل نه، بلکې په عمل جوړيږي؛ په احساساتو نه، بلکې په غيرت باقي پاتې کېږي.