کور / تازه خبرونه / زابل: په ناامنو سيمو کي هم ښوونځي فعاله دي

زابل: په ناامنو سيمو کي هم ښوونځي فعاله دي

د زابل د پوهني د رياست چارواکي وايي، چي د خلګو په غوښتنه يې په هغو ناامنه سيمو کي هم ښوونځي فعاله کړي، چي دطالبانو په ولکه کي دي.
زابل په خپل ټول تشکيل کي ۲۴۰ ښوونځي لري، چي ۱۴۰ يې د ناامنيو، د خلګو د نه همکاريو او د ښوونکو نه شتون پر اساس تړلي پاته دي.
د زابل د پوهني ريس هغه راپورونه هم رد کړل، چي د ښوونکو معاشونه وسله وال طالبان اخلي.
د زابل د پوهني د رياست چارواکي، دايچوپان، خاک افغان، شملزي، اټغر او نوبهار د زابل هغه پنځه ولسوالۍ يادوي، چي ښوونځي پکښي نسته او په دې برخه کي د خلګو همکاري هم کمه بولي.
د زابل د پوهني ريس نن د کندهار په پريس کلپ کي د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
نوموړی وايي، چي د تړلو ښوونځيو له کبله يې شاوخوا ۷۰ زره د سيمي اوسيدونکي له زده کړو بې برخي دي.
د هغه په خبره چي ۴۵ زره شاګردان زده کړه کوي چي له جملې يې ۸ زره انجوني دي.
د زابل د پوهنني ريس رحيم الله لودين وويل، چي د خلګو په همکاري يې د طالبانو په سيمو کي هم ښوونځي فعاله کړي او په هغو ناامنو سيمو کي،چي د خلګو همکاري او غوښتنه نوي هلته ښوونځي غيري فعاله دي.
نوموړي په زابل کي د ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتوالۍ، د مسلکي ښوونکو نه درلودل او د بوديجې کموالۍ لوي ستونزي يادي کړې او هيله يې څرګنده کړل، چي د پوهني وزارت به ورته پاملرنه کوي.
د زابل دپوهني د رياست دغه مشر وويل، چي يو شمېر کړي يې د کارونو په مخ کي لوي خنډ دي خو په ښکاره ډول يې د چا نوم ياد نکړ.