کور / تازه خبرونه / د ٧ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د ٧ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د میدان وردګو ولایت په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې تېره شپه د هوایي بریدونو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۷ وسله وال مخالفین ووژل شول .
د دایمیرداد ولسوالۍ په الکه سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په ترڅ کې د حمیدالله په نوم د وسله والو مخالفینو یو قوماندان چې مشهور په شاهد وو، د څلورو نوور ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
همدا راز د چک ولسوالۍ په بیک سمن سیمه کې تېره شپه د یوه بل هوایي برید په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون ۲ وسله وال مخالفین وژل شوي دي .
په ترسره شویو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.