کور / تازه خبرونه / مولانامحمديوسف قريشي د٧٣ کالوپه عمرمړشوى دى

مولانامحمديوسف قريشي د٧٣ کالوپه عمرمړشوى دى

پېښور: دپېښورتاريخي جومات مهابت خان مشرخطيب مولانامحمديوسف قريشي دورپېښې ناروغۍ له امله د٧٣ کالوپه عمرمړشوى دى نوموړي يوازې په مدرسه کې طالبانو ته ديني زده کړې ورکولې او دپېښورتاريخي جومات مهابت خان مشرخطيب وو مولاناصداى اسلام (داسلام غږ) په نامه يې يوه مياشتنۍ مجله هم خپروله چې ټولې ديني ليکنې به يې په کې وړاندې کولې او د١٥٠ کتابونو ليکوال هم وو په تبليغي جماعتو کې يې برخه اخيستې وه او بيلابيلو هېوادونو ته تللى وودمتحده شريعت محاذ مشرهم پاتې شوى دى دپېښور در حمان بابا په هديره کې د خپل پلار مولانا عبد الودود قريشي ترڅنگ خاورو ته سپارل شوى دجنازې امامت يې زوى مولانامحمد طيب وکړدياودنې وړ ده چې کلک پښتون وو دافغانستان په سياسي کړکيچ کې ناپييلې څرگنديده