کور / تازه خبرونه / پاکستان شمالي وزيرستان کې ځمکني عمليات پيل کړل

پاکستان شمالي وزيرستان کې ځمکني عمليات پيل کړل

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پوځ وايي د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې یې د وسله والو د ځپلو په موخه پوځي عملیات پیل کړي دي.پوځ د تېر ۲۰۱۴ کال د جون پر ۱۵مه هم په شمالي وزیرستان کې د ”ضرب عضب” په نامه پوځي عملیات پیل کړي وو.پوځ ادعا کوي په تېرو عملیاتو کې یې ډېری سیمې د وسله والو له فعالیتونو پاکې شوې دي.د پوځ ویاند عاصم باجوه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي ”په شوال کې ځمکني عملیات پیل شول، د پوځ مشر د عملیاتو څارنه او لارښوونه کوي.”ددغو پوځي عملیاتو پرمهال له هوايي او ځمکني ځواکونو هم ګټه اخیستل کېږي.د سیاسي چارو کارپوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وايي، د شمالي وزیرستان شوال اوږده دره کې چې له افغانستان سره غرنۍ ګډه پوله لري، د پوځ عملیاتو ته د بریالیتوب ډېرې هیلې نه شته.بل خوا، د پاکستان ملي رادیو د پوځ د مطبوعاتي برخې په حواله ویلي، په شوال کې هوايي بریدونو لږترلږه ۱۸ سخت دریځي وژلي، خو د شمالي وزیرستان په غلميي سیمه کې بریدونو ۲۸ وسله وال وژلي دي.تېره میاشت، د پاکستان د پوځ ویاند بي بي سي ته ویلي وو، د شمالي وزیرستان شوال سیمې په غرنیو برخو کې د پوځي عملیاتو لومړی پړاو بشپړ شوی دی.د ”ضرب عضب” په نامه عملیاتو ټیک یو کال دوام وکړ، چې د پوځ په وینا لږترلږه ۲۷۶۳ وسله وال پکې ووژل شول، خو د پوځ په لیکو کې بیا ۳۴۷ افسران پکې ووژل شول.د سیاسي چارو کارپوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وايي، د شمالي وزیرستان شوال اوږده دره کې چې له افغانستان سره غرنۍ ګډه پوله لري، د پوځ عملیاتو ته د بریالیتوب ډېرې هیلې نه شته.ښاغلي یوسفزي وویل، څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول، چې شمالي وزیرستان کې پوځ ځینې مهمې سیمې نیولې دي.نوموړی وايي، په اټک کې د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزیر د وژنې او د ایم کیو ایم پر یوه مهم مشر له وژونکو بریدونو وروسته پاکستان د تل په څېر د غچ اخیستو لپاره پوځي عملیات پیلوي.د تېرې پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان ترمنځ د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې یو پوځي پکې او درې وسله وال پکې وژل شوي دي.تېر کال په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له پیلېدو سره لس لکه وګړي بې ځایه شول