کور / خبرتیا او پيغامونه / دعلمی کنفرانس خبرتيااوبلنليک-مالمو سويډن

دعلمی کنفرانس خبرتيااوبلنليک-مالمو سويډن

سويډن / مالمو
د۲۰۱۵ زېږدکال داگست ۲۰
دعلمی کنفرانس خبرتيااوبلنليک
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنه دنوروفرهنگی ټولنو په مرسته غواړي داکتوبر پر دريمه دسويډن دمالمو په ښارکي «د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنوگډ رسالت » ترناسمه لاندی علمی کنفرانس جوړ کړي .
پدې درانه کنفرانس کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوهيوادوالو،پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودډله ايزورسنيو اوفرهنگی ټولنواستازوته دگډون بلنه ورکوو.
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولنه د هېواد اوسنيو حالاتو اوناخوالو ته په کتوسره ، چې هر چيري زموږ ولس دهغه دناخبری اونالوستوب له امله غولېږي اودهيواد دکورنيو اوبهرنيو دښمنانو لخوا یې پر پاکو اوسپېڅلو مذهبی او انسانی احساساتو دخپلوناروا موخو لپاره سوداگری کېږي اودافغان کوردافغان پوسېله ورانېږ ي ،غواړی دنورو فرهنگی ټولنو په مرسته دسويډن دمالمو په ښارکي دملي هوښياری اوبيداري لپاره دډله ايزو رسنيواوفرهنگی ټولنو د گډرسالت ترنامه لاندي دغه نړيوال کنفراس را ولی .
موږ پدې باوريوکه ډله ايزي رسنی خپل رسالت دولسونونود پوهاوی اوفرهنگی ټولنې هر چيري چي شتون لری ځان دولس اوخپلو غړو دپوهاوی لپاره ژمن معرفی کوی . اړينه ده چې ددې ملي اوفرهنگی کار اوزيار دسمون له پاره په خپلو کي سره جرگه سو .
ددې کنفرانس دجوړېدونه زموږ موخه داده چي زموږ په هيواد کي دننه اوله هيوادنه بهر فرهنگی ټولنو اوډله ايزو رسنيو پر ملی او انسانی ارزښتونو اوددوي ترمنځ دولسونودپوهاوی لپاره دگډکاراوفعاليت پر چارو مفصل علمی بحث اودواړي غاړی دگډ کار بهيرته وهڅول شي .
فرهنگی ټولنې اوډله ايزي رسنۍ دولس دبيداری په هکله خپلو تاريخي او انساني مسوليتونوته متوجه اود دگډکار ميکانيزم راوزېږی .
موږ به ډير زيات خوښ سوکه تاسو زموږ سره پدې درنه علمی غونډه کي فعاله برخه واخلی .
زموږ ټولنه پدې انسانی کارکښي دهرفرد اوهرې ټولنې بې غرضه مرستې دمننې په څرگندولوسره مني .
درنو دوستانو !
که چيري راتگ مودکودمودلايلو له مخې ناشونۍ وي هيله مند يم چي ددې کنفرانس په ادرس خپلې تحليلی ليکنې ،نظريات پيغامونه زموږ لاندي په برېښنا پتو راولېږی .
داړېکو لپاره دتليفون شمېره : (0) 736 511 5690046
برېښنا پته : ghamkhor@hotmail.com
ghmkhor@gmail.com
دکنفرانس پته :
د کروکسبېک ښوونځي د کنفرانس تالار . : Kroksbäckskolan , Informationsalen
دناويگاشون لپاره ادرس : Sweden Malmö
Hyllievångsvägen-6
يادونه !
هغه دوستان چې غواړي دکنفرانس پکارکښي خپله اويادليکنې له لاري گډون ولري کولاي سي په خپلو لیکنو کښي لاندی عمنوانونه اويادمسلئ مربوط په خپله خوښه کوم عنوان ځانته وټاک ي :
۱/ دافغانی ټولنې دپوهاوی لپاره د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنو دگډوهڅو اړتيا .
۲/ دولسونودبيداری لپاره دډله ايزو رسنيو اوفرهنگی ټولنودگډکار ارزښت.
۳/ د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنوگډکارولسونوبيداره وی .
۴/ فرهنگی ټولنې او ډله ايزي رسنۍ دهراړخيزي پوهاوی اوخبرتيا ستر انسانی مسوليت پر غاړه لري .
۵/ دډله ايزو رسنيو اوفرهنگی ټولنوگډکار ولسونو بيداروی .
۶/ د ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنوگډ رسالت .
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه