کور / تازه خبرونه / فرانسه:په اورګاډي کي د ډزو له امله ۳ تنه زخمیان دي

فرانسه:په اورګاډي کي د ډزو له امله ۳ تنه زخمیان دي

د “تالیس” اورګاډي چي د امستردام څخه پاریس ته رهي وه، پکښي د یوه کس له خوا د کلاشینکوف ډزي سوي دي او درې تنه زخمیان دي. 
اورګاډي د بلجیم په مرکز بروکسل کي د نورو مسافرینو د راپورته کولو لپاره ودرېده او مجموعاً ۵۰۰ کسانو پکښي سفر کاوه. د بروکسل څخه تر حرکت وروسته د Oignies نومي سیمي سره تېرېده چي پکښي د المغرب نومي هیواد د ۲۶-کلن ځوان له خوا ډزي سوي دي. نوموړي کلاشنکوف او چړې له ځانه سره لرل.
د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر “بېرنارد کازينېوفه” په وینا د سمندري ځواک دوو امريکايي پوځیانو د ویشتونکي کس د ډزو کولو مخه ونیول. ډزي کوونکی تن د خپل هدف لپاره په تشناب کي کلاشنکوف چمتو کاوه چي دوو يادو پوځیانو يې ږغ اورېدلئ او په چټکي يې د وسلې د ځني اخیستلو کوښښ کړئ دئ. ياد پوځیان په عامو جامو کي وه او د ویشتونکي کس څخه د کلاشنکوف د اخیستلو پر مهال پر یوه پوځي ټک سوئ او بل په چاړه وهل سوئ دئ. 
دغه راز درېیم تن فرانسوی لوبغاړی د رئیل ګاډۍ څخه د تښتي په خاطر د کړکۍ ماتولو له امله زخمي سوئ دئ.
په پورتني انځور کي ویشتونکی کس نیول کيږي
رئیل ګاډۍ د امستردام پر وخت ماپښین پر ۱۷ بالا ۳ بجې حرکت وکئ او د پلان له مخي باید پر لس کم شپږو بجو پاریس ته رسېدلې وائ. تر پيښي وروسته تالیس په فرانسه کي د Arras هډې ته تللې، مسافرين د بدني روزني په یوه تالار کي پر ځای سوي  او پولیس د ځينو څخه د څېړني لپاره خپل تحقیقات کوي.