کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې په اړه د ميدان وردګو د والي پیغام

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې په اړه د ميدان وردګو د والي پیغام

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې او په ځانګړي ډول د هغه شهیدانو کورنیو او وارثینو ته چې د هېواد د خپلواکۍ په ګټلو کې خپل ځانونه قرباني او د وجود وینې تویې کړي دي،د زړه له کومې د دغه نه هېریدونکي ورځې په اړه مبارکي وایم .
په رښتیا سره د څو لسیزو جګړو له امله افغانانو په ځاني برخه کې ستر زیانونه ګاللي،اولادونه یې یتیمان شوي،میرمنې کونډې شوي،کورونه یې ویجاړ شوي،کډوالۍ ته اړ شوي ،
خو له نن څخه پوره ۹۶ کاله وړاندې وړاندې د هېواد ستر شخصیت غازي امان الله د دغه خوار ملت په ملتیا سره وکولای شول،چې انګریزان له خپل هېواد څخه وباسي.
تردې وړاندې افغانانو له انګریزانو سره لومړۍ جګړه په اتلس سوه نهه دېرشم،دویمه جګړه په اتلس سوه اتیایم او دریمه په نولس سوه نولسم کال کې ترسره کړې او بالاخره د الله تعاله په نصرت سره د نولس سوه اته نویم زیږدیز کال کې د زمري په اته ویشتمه نیټه په دې بریالي شول،چې انګریزان د افغانانو سره د خپلواکۍ د معاهدې به لاسلیک کولو سره له دغه هېواد څخه وشړي .
په خواشینۍ سره باید ووایم د هیواد کورنی او بهرنی دښمنان نه غواړی چی دا باتور ملت په ارامه او سوله کی ژوند وکړی، لا هم افغانان د اور په لمبو کې سوزیږي، لا هم د کارنامو اتلان د وینو تویدو څخه خلاص نشول، لا مو کوچني،خویندې،میندې،ځوانان او مشران په شهادت رسول کیږي ، لا مې هم ملت ژوندی دی خو د ژوند کولو خوند نشي اخیستی .
د خپلواکۍ د ۹۶ مې کلیزې د یادونې له امله د افغانانو سترګې د سولې او ثبات لور ته اوړي او زه خپلو افغانانو ته ډاډ ورکوم،چې د ملي امنیتي ځواکونو په شتون سره به موږ دغه ارمان ته رسیږو .
ډاډمن اوسیږی،چې د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې زموږ ځوانان د دې توان لري،چې د خپل هیواد څخه په پوره میړانه ساتنه وکړی خو تلپاتی سولې او ثبات د رسیدو لپاره لازمه ده چی زموږ دیني عالمان، قومي مشران،مخورو او د دې خاورې هر بچی د خپلو ملي امنیتي قواو ملاتړ وکړي او هر افغان د وطن ساتنې په موخه ځان یو سرتېری وبولي .
زرګونه ځوانانو مو په دې وروستیو کې د ورکې جګړې قربانیان شول،په دغه جګړه کې مو د ملي امنیتي قواو قربانۍ هم د هیرولو نه دي، نن که موږ او تاسې په ارامۍ سره پرته له کومې وېرې د خپلواکۍ ورځ نمانځو ، د همدغه سرتېرو برکت دی،
نو اجازه راکړی،چې زه مې د ملي امنیتي قواو په لیکو کې شهیدو سرتېرو ته د دعا غوښتنه وکړم او د دغه سرتېرو د قربانیو له امله د دوی کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړم او خپلو نورو پیاوړو سرتېرو ته ډاډ ورکړم،چې موږ ټول ستاسې سره ستاسې په خوا کې یو .
زه د سپیڅلې رب دربار ته لاسونه پورته کوم او د دغه خوار او زوریدلې ملت لپاره ترې تل پاتې سولی او د بشپړ خپلواکۍ غوښتنه کوم او له تاسې هم هیله لرم،چې په دغه غوښتنه کې راسره هم امین ووایي .
یو ځل بیا تاسې ټولو درنو ته د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې د ورځې د رارسیدو له امله مبارکي وایم او هیله لرم،چې په دغه هېواد کې د تل پاتې سوکالۍ او امن راتلو په موخه له خپل اسلامي حکومت سره اوږه په اوږه همکار ووسئ او خپل دینی او تاریخی رسالت سرته ورسوی.