کور / تازه خبرونه / د پولیسو په روزنیز مرکز کې د خپلواکۍ ۹۶مه کلیزه ونمانځل شوه

د پولیسو په روزنیز مرکز کې د خپلواکۍ ۹۶مه کلیزه ونمانځل شوه

په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې د خپلواکۍ ۹۶مې کلیزه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه،چې په کې په زرګونو امنیتي منسوبینو ګډون کړی وو.
دغه مراسمو چې د میدان وردګو ولایت،سیداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې د پولیسو په روزنیز مرکز کې جوړ شوي وو، د ویناوو سربېره د سرتېرو له لورې ملي ترانۍ او بېلابېلې نندارې هم وړاندې شوې .
د دغه مراسمو په ترڅ کې د یاد مرکز مشر جلال الدین رګبار او یو شمېر نورو د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ مې کلیزې د رارسیدو په اړه د خپلو ویناوو به ترڅ کې ټولو نظامي منسوبینو ته د دغه ورځې مبارکي ورکړه.
دوی افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان وباله او د نوموړی د دغه کارنامې ستاینه یې وکړه او ډاډ یې څرګند کړ،چې د دغه کارنامې ساتنه به امنیتي منسوبین کوي او د خپلو وینو اوسر په بدل کې به دغه هېواد خپلواک وساتي .
دوی له حکومته او نړیوالو څخه هم ملي امنیتي قواو ته د خآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه او د هېواد له وګړو څخه یې وغوښتل چې هر مهال د خپلو سرتېرو سره د وطن ساتنې په موخه همکار شي .
په دغه مراسمو کې وروسته د امنیتي منسوبینو بېلابېلو ډلګیو ملي ترانې زمزمه کړې او له هغې وروسته ګڼ شمېر سرتېرو بېلابېلې نندارې د دغه ورځې په ویاړ وړاندې کړې .
دا په داسې حال کې ده،چې دغه ورځ د ولایت په کچه په مرکز میدان ښار او په نرخ ولسوالۍ کې هم نمانځل شوي دي