کور / تازه خبرونه / د میدان وردګو ولایت په کچه د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت په کچه د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې

د میدان ولس پیوستون ټولنې له لورې د ولایت مقام او پوهنې ادارې په همکارۍ د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په ګډون د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې،چې په ترڅ کې د جلریز ولسوالۍ اوسیدونکي حکمت الله لومړی مقام ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ د مرکز او ولسوالیو د ۵۰ تنو پیاوړو قاریانو چې عمرونه یې د اتلس کلونو څخه کم وو، ترسره شوې،چې د مسلکي تخنیکې کمیټې له لورې په بېلابېلو برخو کې نمرې ورکول کیدې .
په همدې لړ کې د جلریز ولسوالۍ اوسیدونکي قاري حکمت الله د ۸۴،۵ نمرو په ترلاسه کولو لومړی،د دایمیرداد ولسوالۍ اوسیدونکي محمد رحمان د ۸۲ نمرو په ترلاسه کولو دومی او د جلریز ولسوالۍ بل اوسیدونکي قاري اجمل د ۸۱ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم مقام ترلاسه کړی.
د دغه سیالیو په ترڅ کې د میدان ولس پیوستون ټولنې له لورې د لومړۍ،دویم او دریم مقام ګټوونکو ته ځآنګړې جایزې او د سیالیو نورو ګډونوالو ته هم برابرې شوې ډالۍ ورکړل شوې .
تر دې وړاندې د میدان وردګو د ولسوالیو په کچه هم د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې وې .
د میدان وردګو والي ښاغلی حیات الله حیات د دغه سیالیو د جوړولو له امله د میدان ولس پيوستون ټولنې څخه مننه وکړه او په دې ولایت کې له نورو مدني ټولنو څخه هم وغوښتل چې په ورته کړنې ترسره کړي او په هره برخه کې د مرستو ژمنه هم وکړه.