کور / تازه خبرونه / مولانا سميع الحق د ملامحمدعمر زوی د طالبانو نايب ور وټاکئ

مولانا سميع الحق د ملامحمدعمر زوی د طالبانو نايب ور وټاکئ

نن تر ډيورنډ کرښي هاخوا له کوئټي څخه داسي خبرونه ترلاسه سول چي د مولانا سميع الحق په منځګړيتوب د طالبانو تر منځ د مشرتابه پر سر اختلاف د نايب امر په توګه د ملامحمد عمر د زوی محمديعقوب په ټاکلو سره پای ته ورسېدئ.
که څه هم طالبانو تر دې شيبې په رسمي توګه دا خبره نه ده تائيد کړې خو له هغي خصوصي غونډي دا خبره لراوبر ته هم راورسېده چي د کوئټي شورا، د کميسونونو استازو او يو شمېر نظامي قومندانانو دا ټاکنه منلې ده.
دا چي په قطر او افغانستان کي مېشت طالبان هم له دغي ټاکني سره همنظره دي که به مخالفت وکړي دا به وروسته څرګنده سي.