کور / تازه خبرونه / په خيبرايجنسۍ کې د افغانستان له خاورې بريد شوى

په خيبرايجنسۍ کې د افغانستان له خاورې بريد شوى

اسلام باد دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پوځ وايي خيبرايجنسۍ کې “د افغانستان له خاورې بريدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي”.ددې هېواد د پوځ د اطلاعاتو څانګې په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان له خاورې وسله والو د خيبر په اخوند دره کې د پاکستان پوځ پرپوسته د راکټو بريدونه کړي چې له کبله يې څلور پوځيان وژل شوي او څلورټپيان دي.په خبرپانه کې راغلي چې د پاکستان پوځ په ځوابي ډزو کې داورپکو دغه ډله له منځه وړې، خو د وژل شويو او يا ټپي شويو اورپکو د شمېرپه اړه څه نه دي ويل شوي.د دي سرتيرو د وژلو په اړه د بهرنيو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفير د سپيناوي لپاره هم ور بللی ، چې دیادې پيښې پلټنې وکړي او ژر ترژره د پاکستان حکومت ته د خپلو پلټنو لهپایلو خبر کړي. له بله خوادازادۍ راډيو په خپل خبري سروس کې څرگنده کړه چې داپېښه دمنگل باغ پرمشرۍ دلښکرالاسلام تنظم پرغاړه اخيستې ده