کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د هالنډي پښتو لومړی او نوښتګر قاموس بشپړ او آنلاين سو

د هالنډي پښتو لومړی او نوښتګر قاموس بشپړ او آنلاين سو

د قاموسونه ټکی کام پروژه د پښتو ژبي مينه والو ته يو نوی زيری ورکوي.

دغه پروژه وياړي چي د ښاغلي ډيپلوم انجينير ميروَيس رشيد مسکين د هغه باارزښته او عالي قاموس د بشپړېدو اعلان کوي، چي کارونه يې څلور کاله تر مخه پېل سوي ول. دغه با ارزښته قاموس د پښتو ژبي لومړی او بې ساری قاموس دی چي د هالنډي او ڤلامي ژبې لغتونه پکښي په پښتو ژبه ترجمه سوي دي.

تر ۱۵۰۰۰ زيات هالنډي او ڤلامي لغتونه

د دغه قاموس لومړۍ بڼه ما ناچيز احمدولي اڅکزي ليکلې وه چي هغه وخت يې تقريبا اته زره (۸۰۰۰) لغتونه درلودل. خو دا چي هغه وخت دغه قاموس يوه ازمويښتي بڼه درلوده نو پکښي يو شمېر نيمګړتياوي موجودي وې. په ۲۰۱۱مېلادي کال ښاغلي مسکين صاحب زما سره تماس ونيوی چي غوښتل يې يو چاپي قاموس تر لاسه کړي.

خو حمد دي وي الله لره چي دغه تماس د دې باعث سو چي زموږ تر منځ همکاري رامنځ ته سي او دغه همکاري او دوستي بالآخره د پښتو له پاره د يوه داسي پياوړي قاموس په بشپړېدو مشرفه سي.

ښاغلي ډيپلوم انجينير ميرويس رشيد مسکين صاحب هغه زما ازمويښتي قاموس نه يوازي دا چي د ۸۰۰۰ هالنډي لغتونو څخه تر ۱۵۰۰۰ څخه زياتو هالنډي لغتونو ته پراخ کړ، بلکه ترجمه يې دومره دقيقه او تفصيلي وکړه چي ښايي د قاموس کارونکو سره ډېره مرسته وکړي.

د دغه قاموس ځانګړتياوي

ښاغلي مسکين صاحب تر زياتي اندازې ډېره دقيقه او هر اړخيزه ترجمه او پښتو هممانيزونه موندلي چي د هالنډي او ڤلامي لغتونه په وژباړي. د مثال په توګه مسکين صاحب د هالنډي لغت
« aanhalingstekens» چي په آلماني « Anstifter» او په انګريزي « instigator» لغت دی، په پښتو داسي ژباړلی دی:


« وُرکېښودونکـَـی ، چالانـَـوونکـَـی ، وُرپارَوونکـَـی ، تېرِه کړونکـَـی (لـِـکه چاړه) ، وُرهـَـڅـَـوونکـَـی ، وُرلـَـمسـَـوونکـَـی ، وُرچالانـَـوونکـَـی ، وُرپورې کېښودونکـَـی ، وُرپورې نـِـښلېدونکـَـی ، وُرلـَـګـَـوونکـَـی ، وُرتېرِه کړونکـَـی ، وُرکېښودِلګـَـر ، تېرِه کـَـوِلګـَـر (لـِـکه چاړه) ، چالانـَـوِلګـَـر ، وُرپارَوِلګـَـر ، وُرهـَـڅـَـوِلګـَـر ، وُرلـَـمسـَـوِلګـَـر ، وُرچالانـَـوِلګـَـر ، وُرپورې کېښودِلګـَـر ، وُرپورې نـِـښلېدِلګـَـر ، وُرلـَـګـَـوِلګـَـر ، وُرتېرِه کـَـوِلګـَـر»

انجينير صاحب مسکين په دغه قاموس کي يو بل نوښت دا کړی چي هغه د پښتو ژبي د تلفط د بهتره روښانه کولو له پاره د اعرابو يعني زور، زېر، پېښ او داسي نورو نخښو څخه کار اخيستی دی. دغه نوښت د دې سبب هم ګرځېدلی چي د قاموس ليکنې پر وخت د انجينير مسکين صاحب کړاونه لا زيات سي، خو د لوستونکي له پاره او په زياته د هغو لوستونکو له پاره چي پښتو ورته پردۍ ژبه وي، دغه يو ډېر ګټور کار دی.

ترجمه، امر بالمعروف او پوهنغونډ په يو قاموس کي

ښاغلي مسکين صاحب نه يوازي دا چي د ترجمې په برخه کي د ډېر دقت څخه کار اخيستی او تر زياتي اندازې يې هڅه کړې چي د هر هالنډي او ڤلامي لغت له پاره معادل پښتو لغت پيدا کړي، بلکه نوموړي د زياتو لغتونو سره د پوهنغونډ په څېر اضافي معلومات او تفصيل هم ليکلی دی چي پکښي امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته ځای ورکول سوی دی. د مثال په توګه هغه د « aardigheid» لغت له پاره داسي پښتو ترجمه او تفصيل ليکلی دی:


« مهرَباني ، مـِـهربانتهيا ، مـِـهرَبانتوب ، مـِـهرَبانوالـَـی ، خواخوږي ، خواخوږَی توب ، زړه سواندوالـَـی ، زړه خوږاندوالـَـی ، ګـُـلالـَـى توب ، ښكـُـلـَـى توب ، خوشحالتهيا ، وَرينتوب ، مـُـؤدَّبوالـَـی ، ځيرتهيا ، حـَـسـَّـاسـِـيـَّـت ، حـَـسـَّـاستوب ، ساده توب ، بېړاتوب ، سـَـوغاتګـَـک ، هـَـدِيـَّـه ګـَـکه ، تـُـحفه ګـَـکه ، ټوکه (مـَـګـَـر مـَـلـَـنډې کـَـوِل اُصولاً بـَـد کار دئ أو ځينې مـَـلـَـنډې خواه مـَـخواه ګـُـناهونهه هـَـم کېدَی شي چې وُلـَـري چې خـَـلکو ته غـَـم أو رَنځ که پېښ کړي أو حـَـديثِ شـِـريف کښې تـَـوضيح شـِـوي چې بـِـهتـَـرين «مـُـؤمـِـن» يـَـعني بـِـهتـَـرين «مـُـفعـِـل دِ أمن أو دِ أمنـِـيـَّـت أو دِ أمانـَـتکاري وي أو اِيمان ته وَفاء وال» وي أو ژوَندان دِ عـَـقيدې پـِـه هـَـمبـَـرابـَـر کړونګـَـر دِ پاک خـُـداي جـَـلَّ جـَـلالـُـهُ دِ خوا څـِـخه أمانـَـتان دي چې ساتـِـنې يې هـَـر رِښتهي أو حـَـقيقي «مـُـؤمـِـن» ته فـَـرض أو واجـِـب أو حـَـتمي أو بايـَـدي دي يا بـِـهتـَـرين «مـُـؤمـِـن» يـَـعني بـِـهتـَـرين «کړونګـَـر دِ أمن أو دِ أمنـِـيـَّـت أو دِ أمانـَـتکاري وي أو اِيمان ته وَفاء وال» هاغه دئ چې هېڅ وَقت دُرواغ يا دُروغ نـِـه وايي حـَـتـَّـیٰ ءِ ټوکو لـِـپاره هـَـم دُرواغ يا دُروغ نـِـه وايي أو بيا هـَـم خـَـرابې ټوکې يا بـَـدې مـَـلـَـنډې ګـُـناهونهه لـَـري أو بايـَـد چې هېڅ څوک دِ پاک خـُـداي جـَـلَّ جـَـلالـُـهُ پـِـر مـَـخلوقاتو اُصولاً هېڅ وَقت مـَـلـَـنډې أو ټوکې وُ نـِـه کړي ځـِـکه چې پـِـه دَغـَـسې ټوکو يا مـَـلـَـنډو دِ هاغه ډَول ووړ جـِـسمي سـَـړي روح أو سوچ أو فـِـکر ته ځـَـورېداوې أو کـَـړاوونهه أو رَنځونهه رَسېدِلي شي دِ هاغه څـِـه لـِـپاره چې دِ هـَـماغه سـَـړي دِ واک څـِـخه وَتـِـلې چارګانې يا مـَـسألې وي أو دِ بـِـهتـَـر کـَـوِلو لـِـپاره يې کوم څـِـه پـِـه توان يا پـِـه واک کښې يې نـِـه وي)»

په هالنډ کي اوسېدونکو افغانانو څخه هيله

دا چي د دغه قاموس په بشپړه کېدو او آنلاين کېدو سره يوه لويه تشه ډکه سوې ده، نو هيله ده چي په زياته بيا په هالنډ کي مېشت افغانان د دغه پياوړي قاموس په چاپ کي کومک وکړي. د کومک څخه مقصد مالي کومک نه بلکه د چاپ وروسته د دغه قاموس د ويشلو او د هغه د ځېرمه کولو له پاره امکانات برابرول دي.

د پښتو ژبي مينه وال کولای سي چي په سمدلاسه توګه د www.qamosona.com پرپاڼه د دغه قاموس څخه په وړيا توګه مستفيد سي. هيله ده چي د دغه قاموس د ليکوال ښاغلي انجينير صاحب ميروَيس رشيد مسکين او زما خاوري پر سر له پاره دعا وکړئ.

که غواړئ چي د دغه قاموس په هکله خپل نظر زموږ سره شريک کړئ او يا د کومي غلطۍ د اصلاح وړانديز لرئ نو لطفا د قاموسونه د تماس نيونې د فورمې له لاري راسره تماس ونيسئ. (د تماس نيولو له پاره پر دغه جمله کليک وکړئ.)

ستاسو خادم
احمدولي اڅکزی، آلمان
د قاموسونه ټکی کام پروژې مسؤل چلونکی
د ۲۰۱۵م کال د اګست ۲۴مه نېټه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ