کور / تازه خبرونه / د بای پاس سړک د جوړېدو چاري پيل سوې

د بای پاس سړک د جوړېدو چاري پيل سوې

کندهار والي د بای پاس سړک د جوړېدو چاري د پټۍ په پرېکولو رسماً افتتاح کړې.
نن سهار د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او کندهار ښاروال محمدعمر عمر له خوا د بای پاس سړک د بيا جوړېدو چاري رسماً افتتاح سوې. کندهار والي وايي د بای پاس سړک چي ۳ کيلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره بر لري، د کندهار ښاروالۍ له خوا جوړيږي. هغه زياته کړه چي د دې سړک بوديجه د ښاروالۍ له خوا ورکول کيږي او دغه سړک به د ۴ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ سي.
نوموړي زیاته کړه ډېر ژر به د کابل-کندهار سړک چي ۴ نيم کيلومتره اوږدوالی لري، د جوړېدو چاري هم افتتاح کړي. والي وايي په ميرويس مېنه کي هم د ۴ کيلومتره سړک د جوړېدو پلان لري.
کندهار ښاروال محمدعمر عمر وويل چي د بای پاس سړک د ښاروالۍ له خوا د ۴ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړيږي. هغه زياته کړه چي د دغه سړک د جوړېدو چاري به د ۶ مياشتو په اوږدو کي بشپړي او ګټي اخيستني ته وړاندي سي. نوموړی وايي دغه سړک ۳ کيلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره بر لري. ښاروال بای پاس سړک د خلکو لپاره مهم وباله او زياته يې کړه چي پر دغه سړک د موټرانو حجوم زيات وو او خلکو بار-بار غوښتنه کوله چي دغه سړک دي ورغول سي، ځکه يې وپتېيله چي دغه سړک له سره ورغوي.
عمر زياته کړه ښاروالۍ رياست پلان لري چي د ښار يو شمېر سړکونه چي اندازه يې ۲۰ زره متره مربع ده او اوسمهال په خراب حالت کي دي، هم ترميم کړي.
د ولايتي شورا مرستيال عبدالقيوم د کندهار والي د بای پاس سړک د رغېدو اقدام وستايه او زياته يې کړه چي د خپلي دندي په پام کي نيولو سره به د دې سړک د کيفيت نظارت کوي. په ورته وخت کي کندهار والي له عمرجامع جومات څخه ليدنه وکړه او دا يې د کندهار لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله.