کور / تازه خبرونه / په بلوچستان کي افغان ښوونځۍ سوسايټي ادارې پر غاړه واخيستې

په بلوچستان کي افغان ښوونځۍ سوسايټي ادارې پر غاړه واخيستې

کله چي د کوچنيانو د ساتني او روزني پر اداري د پاکستان د حکومت له خوا بنديز ولګيد ، نو په بلوچستان کي افغان ښوونځي چي په لسو پنډغالو کي موجودي دي د تړلو سره مخامخ وي ، ځکه د دغو لسو پنډغالود ټولو ښوونځېوچاري د ۱۹۹۶ ز کال څخه تر ۲۰۱۵ ز کال پوري د کوچنيانو د ساتني او روزني اداري مخ ته وړي ، خو دUNHCR د اداري په مرسته د يادو پنډغالو ښوونځي د سوسايټي اداري ته دروان کال د سفټمبر د لومړۍ نيټې څخه سپارل کيږي .

چي د همدي سره سم د اګست د ۱۸ مي نيټي څخه د اګست تر ۳۱ مي نيټي پوري د هري ښوونځۍ مشاهده د UNHCR ، Save the children او سوسايټي له خوا روانه ده ، چي لومړی پيل يي د نوي او زړو سرانانو څخه شروع کړ او همدغه لړی اوس په سرخاب، لورلاي او چاغي ساحو کي روانه ده . په دي اړوند مي په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني دمشر ښاغلي ظاهر پښتون څخه وپوښتل : چي دا پروسه څنګه ارزيابي کوی ؟

ښاغلي پښتون زياته کړه : چي موږ ته اداره کوم فرق نه راکوي ، چي کومه يوه وي موږ ته هغه اداره په درد خوري ، چي زموږ د بچيانو و زده کړي ته ترجيح ورکړي او زموږ د زده کوونکو او ښوونکو ستونزي را حل کړي . اما د کوچنيانو د ساتني او روزني اداره يو نړيوال ډيلر وو ، چي زموږ دافغان ماشومانو په ساتني او روزني کي يي نه ستړي کيدونکي هڅي کړي او د دوی د هڅو په برکت دا وخت په سلګونو ځوانان د ګران هيواد په مختلفو پوهنځيو کي زده کړه حاصلوي او يا هم فارغ سوي . د همدي پرمختګ اصلي لامل د دوی کاري ټېم وو او موږ د UNHCR ، افغان کميشنريټ او افغان قونسليټ سره په دي اړوند خبري هم کړي ، چي زموږ د تعليم د پرمختګ لپاه زموږ يوه غوښتنه هم ومنی ، چي د کوچنيانو د ساتني او روزني سټاف بايد تاسي په همدي پروګرام کي واخلی .يو خو پخوانی سټاف افغانان بل زموږ په دود او کلتور بلد او تجربه لرونکي اشخاص دې . هغه اشخاص چي خپله په پښتو نه پوهيږي ، نو زموږ تعليمي پروګرام به څنګه مخته بوزي . UNHCR په دي اړوند راسره وعده کړي ، وبه ګور چي څه کيږي .

د ښاغلي پښتون د مرکي نه وروسته مي دځينو والدينو څخه هم وپوښتل ، هغوی هم دا غوښتنه کول چي زموږ د بچيانو د ښووني او روزني داسي مسؤلين بايد مقرر سي ، چي زموږ د بچيانو د زده کړي د پرمختګ سبب سي .