کور / هراړخیز / سهيلي پښتونخوا: افغان ماشومان د غريبۍ په سبب ښوونځي پرېږدي

سهيلي پښتونخوا: افغان ماشومان د غريبۍ په سبب ښوونځي پرېږدي

دا وخت په سهيلي پښتونخوا کي زياتره افغان کډوال د بلوچستان په مختلفو سيمو کي په ۱۲ پنډغالو کي ميشت دي ، چي دوه پنډغالي يي د پاکستان دحکومت او يو اين ايچ سي آر له خوا د بشري مرستو څخه منع اعلان سوي ، چي په يادو پنډغالو (ګردي ځنګل او ځنګل پيرعلي زي ) کي په زرګونو ماشومان د زده کړي له نعمت څخه بي برخي او برخليک يي لا تر اوسه نه دی معلوم او په پاتو لسو پنډغالو کي د يو اين ايچ سي آر تر څار لاندي مختلفي انجوګاني په تعليم ، صحت او اوبو کي څه ناڅه مرسته ورسره کوي ، خو هغه شانتي نه دي کوم چي افغان کډوال ورته اړتياوي لري .

چي لويه ستونزه د تعليم (زده کړي ) ده ، خو دکلونو کلونو په تيريدو لا تر اوسه په يادو پنډغالو کي د افغان ماشومانو ستونزي نه دي حل سوي .

کوم افغانان چي په يادو پنډغالو کي دي د هغو لويه ستونزه اقتصادي او د کار نه شتون دی ، چي دغه افغانان زياتره په بټيو کي د خښتو موښولو ، دکويلې د را ايستلو او په کراچي ښارکي پر ډيرانونو د کاغذونو په ټولولو او همدا رنګه په مختلفو شاقه کارونو باندي و خپلو بچيانو ته د روزی پيدا کولو لپاره بوخت دي .

خو ددوی د بوختيا تر څنګ يي هغه بچيان چي په ښوونځيو کي په زده کړي کوي ، هم د پلرونو سره په يادو شاقه کارونو کي په کار کولو بوخت وي ، چي ددغو کارونو له وجي هر تعليمي کال په زرګونو ماشومان د ښوونځيو پريښودلو ته اړ کيږي . هيره دي نه وي دا هم هغه ماشومان دي چي عمرونه يي د ۱۸ کالو څخه ډير ټيټ وي .

ددي ستونزي په اړوند باندي مي په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني دمشر ښاغلي ظاهر پښتون څخه وپوښتل : چي آيا ددي ستونزو د مخنيوي لپاري په بلوچستان کي دملګرو ملتونو عالي سازمان يو اين ايچ سي آر او نورو اړوندو ادارو څه نه دي کړي ؟

ښاغلي پښتون په ځواب کي راته وويل : «چي داستونزه يوه پټه ستونزه نه ده چي څوک يي نه ويني ، ټولواړوندو ادارو ته د هري ښوونځي د اداري له خوا د زده کوونکو د ښوونځيو دپريښودلو راپورونه ورکول کيږي ، خو د ستونزو د مخنيوي په اړوند د يادو ادارو له خوا کوم عکس العمل نه دی ښکاره سوی ، چي دا لويه ستونزه دبشري حقوقو په اداري پوري اړوند لري ، چي له ۸ -۱۲ آن تر ۱۴ کلونو ماشومانو پوري دا سخت کارونه کوي ، چي د ملګرو ملتونو له خوا څخه دا پريکړه سوي ده ، چي د ۱۸ کالو څخه کم عمره ماشومان بايد درانده کارونه ونه کړي ، خو ددوی په وړاندي دا کړني تر سره کيږي» .

همدارنګه ښاغلي زياته کړه : «چي زموږ ستونزي نړيوالي دي ځکه چي نړيوالي اداري زموږ سره کار کوي . بايد ددي ستونزو په راپورته کولو کي دانسانيت او بشريت په خاطر رسنۍ (مطبوعات) رغنده رول ولوبوي او راسي د ټولو پنډغالو څخه ليدنه وکړي او هغه ماشومان وګوري کوم چي په بټيو کي د خښتو موښولو او يا د کويلې په غروکي د کويلې په را ايستلو کي د خپلو پلرو تر څنګ کار کوي» .

د ښاغلي ظاهر پښتون سره د مرکې ورسته ، ځينو بټيو ته د مشاهدي لپاره ورغلم ومي ليدل چي د افغان ماشومانو تر څنګ ماشومي انجوني هم د خښتو په موښولو بوخت وې ، چي دا زما په ژوند کي يوه ډيره دردوونکي صحنه وه