کور / تازه خبرونه / د میدان وردګو ولایت د اوبو رسونې رئیس ومړ

د میدان وردګو ولایت د اوبو رسونې رئیس ومړ

د میدان وردګو ولایت د اوبو رسونې رئیس مرحوم انجینر محمد انور د ۶۰ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ .
نوموړی د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د توکرک د سیمې اصلي استوګن وو او په دغه ولایت کې بېلابېلې دندې ترسره کړې وې،چې له تېرو څو ورځو پرلپسې ناروغۍ وروسته یې تېره ورځ خپل روح حق ته وسپاره.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د اوبو رسونې رئیس پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او نوموړی ته یې د جنت الفردوس او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه