کور / تازه خبرونه / له پاکستان سره باید ډیپلوماټیکې اړیکې وځنډولي شي

له پاکستان سره باید ډیپلوماټیکې اړیکې وځنډولي شي

کابل چاپ ورځپاڼو نن د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

اطلاعات ورز:

اطلاعات ورځپانې په خپل یو مطالب کې له پاکستان سره د ښو اړیکو په درلودلو کې د افغان ولسمشر اشرف غني د هڅو یادونه کړې؛ خو د مطلب د لیکونکي په وینا؛ درېغه چې پاکستان خپلو دوه ګونو لوبو ته ادامه ورکړه.

د لیکوال په وینا پاکستان یواځنی کار چې ویې کړ یوه ژبنۍ ژمنه او لږ فشار و چې طالبان د خبرو مېز ته کښېنوي.

د لیکوال په وینا ولسمشر اوس ناهیلی شوی او تر ورستیو خونړیو حملو ورسته یې د پاکستان له کړنو جدي انتقاد کړی دی.

د مطلب لیکوال لیکي، پاکستان باید دا درک کړي چې یو نا امن افغانستان د سیمې په ځانګړي ډول پاکستان امنیت هم له ګواښ سره مخ کولی شي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپانې د افغانستان د ملي غورځنګ د ګوند له خوا لیکلي چې له پاکستان سره باید ډیپلوماټیکې اړیکې وځنډول شي.

ورځپانې د ملي غورځنګ د ګوند د مرکزي شورا د رییس عزیز الله کارګر له خولې لیکلي چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې او نا امنیو لامل دی او خپل سیاست د خپلو نوکرانو په وسیله مخته بیايي.

ورځپاڼه د ښاغلي کارګر له خولې لیکي؛ ترکومه چې د پاکستان لاس د افغانستان په چارو کې له مداخلې رالنډ نه شي زموږ خلک سولې او امن ته نه رسیږي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د خیبر پښتونخوا د یو وتلي سیاستوال افتاب احمد خان شیرپاو له خولې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې به بېرته ښې شي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي شیرپاو دغه څرګنډونې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د ځوانانو د ګډ کنفرانس په څنډه کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.

د ورځپاڼې په وینا، شیرپاو ویلي چې د دواړو هېوادونو سوله پر یو بل پورې تړلې ده او باید په ګډه ورته کار وشي.

افتاب احمد خان شيرپاو دغه شان ویلي چې افغانستان او پاکستان دوه وروڼه هېوادونه دي؛ دواړه له ترهګرۍ څخه ځورېږي او باید په ګډه یې مخه ونیسي.