کور / شعر / ستا دسُرکو شونډو خبري غواړم

ستا دسُرکو شونډو خبري غواړم

عقل او ما هم مخه ښه وکړله
زه یم دمځکي له مداره وتی
زه در روان یم ځنګیدلی درځم
ما په ګناه او عذاب مه ویروه
ماته خیرن فکرونه مه یادوه
ماته به نوري فلسفې نه وایې
ماته کیسې داپلاتون مه کوه

غواړم تر ستوریو او سپوږمیه ولاړسم
د تیاره فکرو له نړیه ولاړسم
له دې وحشت او بربادیه ولاړسم
له دې بي میني زندګیه ولاړسم

زه سندر مار درځم سندري غواړم
او
ستا دسُرکو شونډو
خبري غواړم!
٢٧ اگست ٢٠١٥