کور / علمي / اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول

اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول


د قاموسونه ټکی کام پروژه
په ډېره خوښۍ سره اعلان کوي چي د پوهاند مارتيروس گريگورېويچ اسلانوف مشهور پښتو روسي قاموس (Афганско-русский словарь) په بشپړه توګه ډيجيټل او پر www.qamosona.com وېبپاڼه آنلاين کړل سو. هر څوک چي انټرنټ ته لاس رسی لري، کولای سي چي په سمدلاسه توګه د دغه آنلاين قاموس څخه په وړيا توګه کار واخلي. که څه چي د دغه قاموس بعضي برخي تر مخه پر دغه پاڼه په امتحاني توګه تر مخه هم آنلاين کړل سوي وې، خو اوس دغه قاموس په لومړي ځل په بشپړه توګه آنلاين کيږي.

HTML5 Icon

د پښتو تر ټولو مهم قاموس

دغه قاموس چي پکښي تر ۵۰ زرو زيات پښتو لغتونه په روسي ژبه ژباړل سوي دي، د ختيځ پوهانو تر منځ د پښتو تر ټولو مهم قاموس بلل کيږي. همدا وجه وه چي قاموسونه ټکی کام پروژې د زيات وخت راهيسي غوښتل چي دغه قاموس ډيجيټل کړي. خو د دغه قاموس د ټايپ له پاره روسي ټايپستانو تقريبا ۷۰۰۰ ډالره اجوره غوښته چي دغې پروژې دومره بوديجه نه درلوده. د يادولو وړ ده چي دغه پروژه صرف د يو شخص په مالي لګښت چليږي او تر اوسه يې نه د کوم شخص، نه کومې مؤسسې او نه هم کوم دولت څخه مرسته غوښتې يا تر لاسه کړې ده.

د دغه قاموس د ډيجيټل کولو کارونه هغه وخت پېل سول، کله چی قاموسونه ټکی کام د د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون د ځوان استاد ښاغلي پامير زيارمل سره اړيکي ونيولې او پر دغه پروژه يې ورڅخه همکاري وغوښته.

استاد پامير زيارمل

ښاغلي پامير زيارمل د خپل پوهنتون (MGIMO) له لوري د يوې پروژې په ترڅ کي د دغه قاموس د ډيجيټل کولو کار پېل او دا دی بالآخره بشپړ کړ. ښاغلي استاد پامير زيارمل نه يوازي دا چي د پښتو روسي دغه قاموس ټايپ کړ بلکه د هغه کره کتنه يې هم وکړه. د نوموړي ځوان او پياوړي استاد په برکت په ياد پوهنتون کي د پښتو ژبي له پاره يو شمېر ګټوري پروژې پېل کړل سوي دي.

دوه نور قاموسونه

HTML5 Icon

HTML5 Icon

ښاغلي زيارمل نه يوازي دا چي په نسبتا لنډه موده کي د پوهاند اسلانوف د قاموس د ډيجيټل کولو چارې تنظيم او پشپړه کړې، بلکه هغه د يو شمېر نورو پښتو قاموسونو په ليکلو هم مصروف دی. په دې ترڅ کي نوموړي لږ موده مخکي د پښتو او روسي درې نوي قاموسونه بشپړه او چاپ کړل:

۱ . پښتو – روسي د جغرافیایي نومونو قاموس؛
۲. روسي – پښتو د جغرافیایي نومونو قاموس؛
۳. روسي – انگلیسي-پښتو او پښتو-انگلیسي-روسي د کمپیوټر او انټرنیټي اصطلاحاتو قاموس.

قاموسونه ټکی کام د پښتو مينه والو ته زيری ورکوي چي ياد درې قاموسونه هم اوس پر www.qamosona.com د وړيا ګټه اخيستنې له پاره آنلاين سوي دي. په دغو کي لومړي دوه قاموسونه د ښاغلي پامير زيارمل او د ښاغلي يوري لاليتين له خوا ليکل سوي او دريم قاموس يوازي د ښاغلي زيارمل له خوا ليکل سوی دی.

د کمپيوتري اصطلاحاتو د دغه قاموس لومړۍ بڼه ما ناچيز (احمدولي اڅکزي) جوړه کړې وه چي وروسته دغه لومړۍ بڼه د قاموسونه ټکی کام سره د همکارۍ د پروژې په ترڅ کي ښاغلي استاد زيارمل ته وسپارله سوه. ښاغلي استاد زيارمل دغه قاموس له سره وليکی او پکښي ګڼ شمېر لغتونه يې اضافه او پخواني يې اصلاح کړل. د ښاغلي استاد زيارمل څخه يوه نړۍ مننه کوم چي خپل د کمپيوتري اصطلاحاتو دغه قاموس يې ما ناچيز (احمدولي اڅکزي) ته ډالۍ کړی دی.

نوي پښتو قاموسونه

قاموسونه ټکی کام چي تر لسو کالو څخه زيات وخت د پښتو قاموسونو له پاره کار کوي، د افغانستان، متحده ايالاتو، آلمان، چين، روسيې، فرانسې، پاکستان، هند او يو شمېر نورو هيوادونو د ژبپوهانو سره يې تماسونه نيولي او هغوی ته يې د نوو پښتو قاموسونو د جوړولو په تړاو همکاري وړانديز کړې ده. په داسي حال کي چي په چين کي ښاغلی استاد هونګ څای لومړی کارپوه ؤ چي د قاموسونو سره په همکاري يې پر يو پښتو چينايي قاموس کار پېل کړ، ښاغلی پامير زيارمل لومړی استاد دی چي دغه همکاري يې د درو قاموسونو په بشپړه کولو او د هغوی د آنلاين کولو په اجازه ورکولو ونازوله.

دا چي د قاموسونه ټکی کام يو شمېر نوري د قاموس ليکنې پروژې هم د بشپړه کېدو په درشل کي دي، نو انشالله ډېر ژر به د پښتو ژبي مينه وال نور زيري هم واوري. دا لړۍ به انشالله تر هغه وخته دوام لري تر څو چي پښتو د قاموسونو په ډګر کي د نړۍ د نورو ژبو سره سياله سوې نه وي. دغه هوډ ته په کتو سره کولای سو چي ووايو چي ډېره اوږده لاره لا زموږ په مخ کي ده.

ستاسو خادم
احمدولي اڅکزی، آلمان

د قاموسونه ټکی کام پروژې مسؤل چلونکی

د ۲۰۱۵م کال د اګست ۲۸مه نېټه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ