کور / تازه خبرونه / دکندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رئیس په یوه برید کي ټپي شوی

دکندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رئیس په یوه برید کي ټپي شوی

د کندهارولایتي چارواکي وایي چې ناپیژاندو وسله والود کندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رئیس حضرت ولي هوتک باندې وسله وال برید کړی چې په ترڅ کې هغه ټپي شوی اود درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

پولیس وایي چې نن سهار کله چې حضرت ولي هوتک له خپل کور څخه د دفتر پر لور په خپل موټر کې روان وو، د ښار په منځ کې د زمان جامعه سره نږدې د وسله والو موټر سایکل سپرو له لوري تر غلچکي برید لاندې راغلی چې له امله یې هغه سخت ټپي شو.

د میرویس حوزوي روغتون ډاکترانو لراولر ته وویل چې حضرت ولي هوتک په لاس او اوږه باندې په ګولیو لګیدلی دی چې دامهال په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی .

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک لراوبر ته د ښاغلي هوتک ټپي کیدل تائید کړي دي.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.