کور / هراړخیز / افغان ژورنالیست ډاکټر نبي مصداق وپيژنئ

افغان ژورنالیست ډاکټر نبي مصداق وپيژنئ

دسرخبرې:‏
که څه هم دډاکټرصاحب نبي مصداق معرفي کولوته اړتیا نه شته داځکه چې نوموړی دهیوادبې ساری اوپه نړیواله کچه پېژندل شوی ملي ژورنالیست دی اوبل داچې دافغان ټول ولس يې درسنیوله لاري پوره پيژني.
خوبرسیره پردي، زه نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ دیوه ملګرې په توګه خپل ځان «پوروړي» بولم چې دهغه په هکله په ډېرویاړسره خپل نظروړاندې کړم.
زه ډاکټرصاحب مصداق دکوچنیوالي څخه راپدې خوا ډېرښه پيژنم . داځکه چې ‏موږ ‏دواړو درحمن بابا په لیسه کې تردوولسم ټولګي پورې یوځا ی درس لوستلی ‏دی ‏اوبیا وروسته دلوړوزده کړې په موخه ډاکټرصاحب مصداق انګلستان ته اوزه دجرمني هیوادته ولاړشوم. ‏
دیادولو وړخبره خوداده چې موږ دواړه دخوشحال خټک اودرحمن بابا دفرهنګي فلسفې شاګردان اوکلک پلویان یو. همدالامل ووچې ډاکټرصاحب مصداق ان دځوانی په عمرکې دافغانستان تاریخ، دپښتوژبې پرمختګ،ادب،فرهنګ اولیکوالی سره مینه درلودله.

دبې بې سې رادیونامتوژورنالیست:
ښاغلی ډاکټرصاحب مصداق په انګلستان کي د بشرپيژندني په څانګه کي علمي ډکټورا اخیستې او څه نا څه دوې لسیزې يي په لندن کي د بي بي سي راډیو BBC)) پښتو پروګرام چلولی او ددی پروګرام مؤسس دی. ډاکټر نبي مصداق پدې ترځ کې د افغان پوهانو، سیاست والو، مخورو، کارپوهانواومجاهدینو سره په سلګونو مرکې کړې او له همدی امله د افغانستان د وروستیو دریو لسیزو ټولو پرمختیاوو او بدمرغیو او هم بهرنیو لاس وهنو هراړخیزه عوامل ، تاثیرات او نتایج له نژدی ور معلوم دي

دډاکټرصاحب پښتو- انگليسي قاموس چاپ شو:
که څه هم ډاکټرصاحب مصداق په لسګونه څیړنیز ،تاریخي ،سیاسي مقالي اوعلمې آثارپه انګلیسي ،پښتواودرې ژبه لیکلې اوخپرې کړې دي،خوترټولواړین آثريې همدااوس
دپښتو- انگليسي ترټولوجامع او علمي قاموس دیادولووړدی چې دچاپ څخه همداوس راوتلی دی.
دډاکټرصاحب نبې مصداق دنوموړي علمي آثرارزښت او ځانګړتیاوي په لاندې ډول دي :
لومړی :
نن ورځ په هیوادکې دانګلیسې ژبې زده کړې زوراخیستی دی. داځکه چې دهیوادځوان نسل خپل راتلونکی سرلیک په انګلیسي ژبه کې ویني، ترڅوځانته یوکارپیداکړي. بلخواپه نړیواله کچه هم لږڅه ټول علمي آثارپه انګلیسې ژبه خپریږي. دډاکټرصاحب مصداق پښتوانګلیسې قاموس به، نه یوازې عام ولس، دپوهنتون او ښوونځی زده کوونکوته ګټورتمام شي بلکې دپښتوژبې دپراختیالپاره هم یوه غټه علمې سرمایه ده.
دویم :
ترکومه ځایه پورې چې زه مالومات لرم ،لاتراوسه پورې پښتوـــ انګلیسي قاموس نه دی لیکل شوی په داسې حال کې چې دانګلیسي ـــ پښتوژبې قاموسونه ډیرشته دي.
دډاکټرصاحب مصداق په وینا، په نوموړې علمي فرهنګي اثرباندي هغه پينځه کاله خواري کړی ده .داځکه چې په دې قاموس کې دڅلورڅلوېښت زورو څخه زيات وییونه او ويناوي شاملې دي.
بلخواهغه چاچې یوکتاب لیکلی وي پوهیږي چې دعلمي کتاب لیکنه پرېمانه وخت غواړي،ډیره پوهه غواړي ، ملې روحیه غواړي ،ډېره حوصله غواړي،دلیک دوداستعدادغواړي اوبلااخره دکورنۍ مرستې اوموافقې ته هم اړتیالري.
ایاڅوک داسې فکرکولای شي چې یوشخص پینځه کاله خواري وکړي شپه اوورځ په لیکلوبخت وي،لاسونه اوګوتې یې شخې شي. دکورنۍ پالنه ،ساتنه خوراک اوروزي يې هم ورپه غاړه وی.
هره جمله او ویی څوځله لیکل کیږي، بیاړنګیږي، بیانوی لیکل کیږي ترڅولیکوال دزړه بړس پرې وباسي.
برسیره پردې هم داټول ربړونه اوستونځي مصداق صاحب په ځان ومنلي. په دې ستونځمن کارکې مصداق صاحب ته هیڅ مادي ګټه نه شته بلکې یوازنی لامل یې دادی چې دافغان فرهنګ په ګران دی ترڅوخپل ولس ته دخدمت مصدروګرځي.
داخویوڅرګندحقیقت دی چې په ګوتوشمارکسان نوموړي شرطونه په ځان منلی شي . دهغوی څخه یوشخص ډاکټرصاحب مصداق دی. هغه په میړانه سره ډګرته راودانګل اودالله ج په مرسته یې نوموړي علمي کتاب ولیکه.
دپښتوژبې علمي کول یوه ضروري کړنلاره ده چې مصداق صاحب ترسره کړې ده.
زماپه آنددقلم جهادخوهمداسې وي لکه چې ډاکټرصاحب ترسره کړی دی اودتورې جهادڅخه کم نه دی.

دولس مشرسلاکارپه توګه وټاکل شو:
درسنیوله لارې مې ولوستل چې ډاکټرصاحب مصداق دولس مشر اشرف غني سلاکارپه توګه ټاکل شوی دی . په اوسنې وخت کې چې دهیواد راتلونکی سرلیک نامالوم دی، دسلاکارپه توګه دډاکټرصاحب مصداق ټاکل پخپله دولسمشراشرف غني اودهیوادلپاره ډیرګټوراوپرځای ګام دی.
داځکه چې دډاکټرصاحب مصداق هراړخیزسیاسي ،ژورنالیستي اوعلمي مالومات به ولسمشراشرف غني دناسموپریکړو څخه وژغوري. داځکه چي زه پوره باورلرم چې ولسمشراشرف غني دمصداق په شان صادق عالم سلاکار نه لري .دډاکټرصاحب مصداق هراړخیزولسي مالومات به نه یوازی دولسمشراشرف غني په ګټه تمام شي، بلکې دولسمشردجدي اوپیاوړې حکومت داری سره به هم مرسته وکړي. دبیلګې په توګه دمصداق سالمې مشورې یواړخ به داوي چې دولس مشرله خواپه انتخاباتوکې ولس ته اعلان شوې وعدې پرته له ځنډاوخنډعملي کړي.
بلخوادولس مشرپه شاوخواکې ځینې افغان ضدسلاکاران هم شته دي چې ولس مشر دسمې لارې څخه وباسي اوپه دې توګه يې دولس څخه بیلوي .
دیادولووړخبره خوداهم ده چې دډاکټرصاحب مصداق په ژونالیستې ژوندکې دهغه هراړخیزسیاسي فرهنګي اوعلمي مالومات دومره پاخه شوي دي چې دخپل ولس ، دهمسایه هیوادونو،امریکانو اواروپایانو فکرونه ،پلانونه اوچلونه لکه دوینې رګ په شان پيژنې.

په اسلام کې دلیک لوست اهمیت:
د اسلام په مقدس دین کې د قلم، علم، لیک او لوست په اړه زیات ټینګار شوی دی.
دبیلګې په توګه کله چې حاجې صاحب دزم زم اوبه څښي نواوبه په یوه وارنه څښي بلکې په دریوغړپوکې دزم زم اوبه څښي.
په لومړي غړپ کې حاجي صاحب دوعاکوي:
یاالله ! ماته صحت اوشفاء راکړي
په دویم غړپ کې حاجي صاحب دوعاکوي:
یاالله ! ماته ګټورعلم راکړي
په درېیم غړپ کې حاجي صاحب دوعاکوي:
یاالله ! ماته حلاله روزي راکړي
زماپه آنددډاکټرصاحب مصداق نوموړی علمې اثرهم یوخوادپښتوژبې پراختیالپاره اوبلخودافغان ولس لپاره یوبې ساری ګټورعلم دی. په بله وینانوموړی علمي آثرداسلام په رڼاکې اودډاکټرصاحب په ژوندکې صدقه جاریه ده.
په حضرت مصطفی ص باندي چې کله هم د قرانکریم نزول پیل شو نو لومړني ایاتونه هم د قلم او لیک لوست په اړه وؤ چې نوموړي ایاتونه د علق د سورت پنځه ایاتونه وو چې په حضرت محمد (ص) باندي نازل شول.
په دغو ایاتونو کې الله (ج) داسي فرمایلي دي:
ژباړه: ولوله ای محمده قران په برکت د نامه د الله (ج) چې پيدا کړی یې ټول مخلوقات دي، پیدا کړی یې انسان دی له ټوټو، ټوټو وینو څخه، ولوله ای محمده! قران، حال دا چې ستا رب ډیر لوی کریم دی، هغه رب چې ښوونه یې کړې په ( قلم ) سره، ښوونه یې کړې انسان ته په هغو شیانو سره چې دی پرې له وړاندي نه پوهیدهْ.
په پورته ذکر شویو ایاتونو کې د لیک او قلم ارزښت، اهمیت او ضرورت له لیري څرګندیږي چې انسان ته پکې د لیکلو او لوستلو امر شوی دی.
انساني بشر له پیل نه تر اوسه دا مني چې قلم د توري او ټوپک ځای نیولی او نیولای یې شي.
دقلم اولیکوالی جهادخوډاکټرصاحب مصداق دڅولسیزې راپدې خواپیل کړیدی. په قرآن شریف کې راغلي دي :
هغه چاته چې الله ج علم ورکړی دی ډیره مرسته يي ورسره کړې ده. ډاکټرصاحب مصداق بختوربنده دی چې الله ج ورته علم په نصیب کړی دی.

دډاکټرصاحب مصداق کرکتر:
• ډاکټرصاحب مصداق یوريښتونی،صادق، سرښندلی دروندملي فرهنګي شخصیت دی
• الله ج ورته ځانګړې ژبه اوکلام په ‏نصیب کړی دی . هغه د نرم او لطیف مزاج ،د ‏نیکو ‏او لوړو اخلاقو خاوند دی .
• په وطن او خپلواكۍ مین ملي سپيڅلی شخصيت دی
دده په ذهن او روان کې دخپلواکۍ ، ‏‏دیموکراسۍ اووطنپالۍ ملي احساس پوخ شوی دی .
• هغه په علمي کنفرانسونو، ټولنیزو غونډو،دحجرې په مجلسونو کې په ډیره مینه سره ګډون کوي.علم ،هنر،حکمت اوکمال يې خوښیږي اودډیردولت اوپیسوهوس نه لري .
• هغه په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ سړی دی ، خوراننګیالی خوښ طبیعته ،سپيڅلی ‏افغان دی. دخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیږي. دشعارورکولوپلوی نه دی.
• هغه سپین سپیڅلي سړي دی ،(شف شف نه کوي). سپينې خبرې کوي . ټګې برګې يې زده نه ده.
• دګوندلارې چارې يې نه خوښیږي اوله دې کبله دهیڅ سیاسي اویامذهبي ګوندغړی نه دی .همدالامل دی چې دهیڅ کوم بل زورواکي او سرزوروري سړی تر واک،اغیز او لاس ‏لاندې نه دی راغلی.

دپای خبرې:
زه دیوه نږدې ملګري په صفت په نازولي ډاکټرصاحب مصداق باندي ویاړم اوددې لیک له لاري دپښتوـ انګلیسې ژبې قاموس مبارکې ورته وایم. الله ج دمعززمصداق صاحب ته ددې علمې اوفرهنګې آثرپه بدل کې ثوابونه اواجرونه په نصیب کړي.
برسیره پردې داچې تاسودولس مشراشرف غني سلاکارپه صفت ټاکل شوی یاست ، یوځل بیادزړه له کومي مبارکې درته وایم.
د الله ج څخه دتاپه شان علمي نازولي شخصیتت ته صحتمنده،خوشحاله اوږد عمرغواړم.

(په لاس اوګوتودبرکت)

دتاناهیریدونکی هم ټولګی اوملګری
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدځدراڼ

نیټه : 29 Aug 2015
ځای : دجرمني هیواد،فرانکفورت ښار