کور / تازه خبرونه / کندز: د ۵۰۰۰ کتابونو لرونکی کتابتون پرانیستل سو

کندز: د ۵۰۰۰ کتابونو لرونکی کتابتون پرانیستل سو

د کندز د خان آباد ولسوالي په مرکز کي د ۵۰۰۰ ادبي، تاریخي او سیاسي کتابونو لرونکی کتابتون پرانیستل سو.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري چي د کتابتون د پرانیستني غونډي ته له یو شمېر زدکوونکو، استادانو او دولتي مامورینو سره یو ځای ورغلی وو، وویل دغه کتابتون به د ولسوالۍ په اوسېدونکو کي د مطالعې فرهنګ ژوندی وساتي او د خان آباد د اوسېدونکو علمي سطحه به لوړه کړي.

د کتابتون وړاندیز د ولسوالۍ پرمختیايي شورا کړی وو، چي د ډیزان، پلان او مالي چارو مسئولیت ئې د جرمني حکومت پر غاړه اخیستی وو.
د خان آباد ولسوال حیات الله امیري وویل کتابتون د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت په مرسته د څلورنیم میلیونه افغانیو په لګښت جوړ سوی دئ.

د کتابتون تعمیر د مطالعې دپاره دوه جلا جلا دهلېزونه لري، چي په یوه کي به ئې د کتاب نارینه او په بل کي ښځینه شوقیان مطالعه کوي.