کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني د فساد پر ضد د جهاد اعلان وکړ

ولسمشر غني د فساد پر ضد د جهاد اعلان وکړ

ولسمشر محمداشرف غني د اداري فساد پر ضد د جهاد ږغ کړی، او وايي اداري فساد ئې په هیواد کي د سرطاني زخم بڼه غوره کړې چي حکومت ئې ورسره لاس او ګرېوان دئ.

ولسمشر غني د فساد پر ضد د علماوو په یوه غونډه کي وویل، په دولتي قراردادونو کي غبن، د دولتي مځکو غصب او د مخدره موادو قاچاق درې غټ مشکلات دي، چي حکومت ئې ورسره مخ دئ.
ولسمشر زیاته کړه له دې ناخوالو څخه د هیواد د ایستلو یوازنۍ لاره تعلیم دئ چي هم هیواد ته پرمختګ ورکوي او هم فساد ورکوي.

ولسمشر غني وايي حکومت ئې په زراعتي چارو کي پانګوني ته لومړیتوب ورکوي، ځکه چي د هیواد اکثریت اوسېدونکي ئې په صحراوو کي اوسېږي او په زراعتي چارو لګیا دي.
ولسمشر غني وویل افغانستان باید د زراعتي پیداوارو په صادروونکي هیواد بدل سي.

ولسمشر غني پر علماوو باندي ږغ وکړ چي له مسجدونو څخه د فساد پر ضد د جهاد اعلان وکړي.