کور / تازه خبرونه / په خېبر ايجنسي کې بريد شوی

په خېبر ايجنسي کې بريد شوی

پېښور: د خېبر ايجنسۍ قبایلي سیمې جمروډ سیمه کې د سیاسي استازي د مرستیال دفتر په دروازه کې برید له امله د دوو ساتونکو په ګډون٤ کسان وژل شوي او ٥۰نور یې ټپیان کړي..د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ادعا کړې چې د دوی له ډلې دوو برید کوونکو پر دغه دفتر برید کړی.چارواکوو وویل، د سیاسي استازي د مرستیال دفتر په دروازه کې برید د دوشنبې په سهار د کار د رسمي وخت له پیل نه وروسته وشو.د سیمې روغتیايي چارواکو ، په دغه برید کې د ٤کسانو وژل کېدل او له ٥۰نه د زیاتو ټپي کېدل تاييد کړي دي. دوی دا هم وویل چې په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم دي.بل خوا نن په خیبر ایجنسي کې د ګوزڼ ضد واکسین هم پیلېدونکي دي.د خیبر یجنسي د جمروډ سیمې ولسوال نیک محمد وویل، برید کوونکي سیاسي استازولۍ دروازه کې ځان پورې تړي چاودېدونکو توکو ته چاودنه وکړه کله چې په دروازه امنیتي کسانو د برید کوونکي د تم کولو هڅه وکړه، خو له ناچارۍ یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.نوموړی وايي، په دغه برید کې یو امنیتي چارواکی او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.خو بل خوا بیا دولتي تلویزیون د ۵کسانو د وژل کېدو خبر خپور کړ.د برید سیمه ته لنډ یو ځای پر ځای شوی ماین هم کشف شوی، خو د امنیتي چارواکو له خوا شنډ شوی.له برید نه وروسته سیمه د امنیتي کسانو له خوا کلابنده او سړکونه بند شوي.د پېښې ټپیان دولتي روغتون ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.