کور / تازه خبرونه / په شمالي وزيرستان کې پنځه “وسله وال وژل شوي

په شمالي وزيرستان کې پنځه “وسله وال وژل شوي

شمالي وزيرستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد کې پنځه شکمن “وسله وال” وژل شوي دي.يوه امنيتي کارکوونکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د وسله والو پر یوه اډه دوه توغندي توغول شوي چې په ترڅ کې يې پنځو وسله والو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.دغه بريد د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې رامنځ ته شوی دی.د کارکوونکي په وينا د وژل شويو کسانو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته، خو ځايي سرچينې بيا وايي په وژل شويو کسانو کې بهرني وسله وال هم شامل دي.له بله خوا دپاکستان پوځ وايي چې په شمالي وزيرستان کې ٣٣ وسله وال وژلي دي